Jan 23, 2020 17:44 Asia/Kabul
  • د هند له خواد کشمیری مبارزانو د شکنجه کولو لپاره د کیمپ جوړیدا

د نریندرا مودی په صدراعظمۍ سره هندی حکومت میاشتې میاشتې کیږی ، چې د مسلمانانو په ضد ئې داسې یرغلیزه او تاؤتریخجنه سټراټژی په ایجنډا کې شامله کړې ده .چې ددغې سټراټژۍ د بیلابیلو اړخونو له پلوه ، دهند په اوسمهاله تاریخ کې بې ساری ده

د هندوستان دپوځ لوی درستیز د کشمیری مبارزانو د محبوس کولو لپاره  د کیمپونو د جوړولو خبر ورکړی دی .

 ټایمز آف اینډیا ورځپاڼې پخپل یوه وروستی   راپور کې لیکلی دی ، د هندوستان د پوځ لوی درستیز  جنرال بیپین روات   دهند تر کنټرول لاندې په کشمیر سیمې کې  د کشمیری مبارزانو د  دشکنجه کولو او ساتلو لپاره  دکیمپونو دجوړولو په ملاتړ سره ، ددغو کیمپونو د جوړولو نورو جزیاتو ته اشاره نه ده کړې .

 د هندی پوځ دلوی درستیز  څرګندونې د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر  دځای هندی واکوالانو له هرکلی سره مخ شوی دی تر دې چې د جمو اوکشمیر دپولیسو قوماندان  وئیلی دی،باید ددغه ډول کیمپونو دجوړولو تود هرکلی وشی .

 له کشمیری مبارزانو سره  د مقابلې لپاره د کیمپونو دجوړولو په باب دهندی  چارواکو خبرې د مسلمانانو اوکشمیر په باب د هندوستان د اوسنۍ  سټراټژۍ یوه بله برخه ده .

 د  نریندرا مودی په صدراعظمۍ سره  هندی حکومت  میاشتې میاشتې کیږی ، چې د مسلمانانو په ضد ئې  داسې یرغلیزه او تاؤتریخجنه سټراټژی  په ایجنډا کې شامله کړې ده  چې  ددغې سټراټژۍ د بیلابیلو اړخونو له پلوه ، دهند په اوسمهاله تاریخ کې بې ساری ده .

د ۲۰۱۸کال  په اوړی کې د  کشمیر سیمې د کورواکۍ  د لغوه کولو له وخت راهسې ، هندی حکومت ددغه هیواد  د مسلمانانو په ضد  په کرتو ځینی کرغیړنې فیصلې کړی دی ، چې  درستې ئې په دغه  هیواد او کشمیر سیمې کې  د اوسیدونکو مسلمانانو  په خلاف یوه کرغیړنه  او متعصبه کړنه نندارې ته وړاندې کوی .

 د نوی ډیلی له خوا  له کشمیری مبارزانو سره  دمقابلې لپاره دکیمپونو  جوړول  هم باید له کشمیریانو سره د مقابلې لپاره  دهندوستانو یو بل سپیر اقدام  وبلل شی .

 د کشمیر روڼ اندی  او ټولنیز فعالان په دې اند دی چې  د هندی پوځ د لوی درستیز  وروستۍ څرګندونې  دکشمیریانو په باب د دغه هیواد د پوځی چارواکو د تفکر د څرنګوالی ښودنه کوی او دغه څرګندونې  په کشمیر کې پر اندیښمنونکو بدلونونو د لازیاتو منفی اغیزو بل پیټی کیدلی شی .

که څه هم   هندی حکومت او سیاسی نظام ئې  په وروستیو څو میاشتو کې ښودلې ده  چې د مسلمانانو او آزاد خیالو هندیانو د نیوکو په مقابل کې بې پروا دی،البته واضحه ده چې   د اوسنی چلند نتیجه  ، په اوږدمهال  کې   په بیلابیلو مذهبونو او قومونو مشتمل د  هندوستان ستر  هیواد  ګټې نه تامینوی .

له  کشمیری مسلمانانو سره د تاؤتریخجن چلند  په علت پر هندی سیاسی اوپوځی چارواکو له ډیرو زیاتو نیوکو رانیولې،د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشری حقوقو د ټولنو او رسندویو د ورځې په موضوع  ،په کشمیر کې د هندی پوځیانو تر جنایتونو پورېپه قضیوپوهیدلی شو چې د ډیرو له نظره،هغه لاره چې  هندی حکومت د کشمیر په بابوړاندې کړې ده ، د نړۍ دعمومی افکارو په نزد ئې ددغه هیواد حیثیّت او څیره تر  ډیره حده  خرابه کړې ده .

 لکه چې د نوی ډیلی چاپ  انقلاب ورځپاڼې  پرون لیکلی دی،په ۲۰۱۹کال کېد نړۍ  دډیموکراسۍ د ګراف په اساس،له ۲۰۱۸کال سره په پرتله کې دهندوستان  مقام  تر لسو روتبو پورې راټیټ شوی دی . 

  په وروستیو میاشتو کې د مسلمانانو په ضد دهندی چارواکو فیصلو او د کشمیریانو په ضدد نوی ډ یلی د حکومت  بې مخینو او کرغیړنو اقداماتو په دغه هیواد کې په لسګونو میلیونه خلک نهیلی او سربداله کړی دی .دا په  داسې حال کې دی چې په ډیرو زیاتو نفوسو سره  یو هیواد او  داسې هیواد چې  په اقتصاد او سیاست کې ئې د ځان لپاره لوړې موخې  په نظر کې نیولی،له بل هرڅه مخکې دخلکو له ځان سره یوځای کولو  ته ا ړتیا لری .له دې امله هندی حکومت  له کشمیری مبارزانو سره د مقابلې لپاره  دکیمپونو په جوړولو کې  دهندی حکومت  اقدام به ، نه یوازې د نوی ډیلی لپاره  مثبتې نتیجې ونه لری ، بلکې په اوږدمهاله  پړاؤ کې به ددغه هیواد څیره او حیثیّت ته هم ډیر زیات تاوان ورسوی .   

 

ټیګونه

کمنټونه