Jan 24, 2020 12:47 Asia/Kabul
  • د قاسم سلیماني ټرور د امریکا د بې عزتۍ سبب شوی

زمونږ خبریال وايي د چین د واکمن ګوند ورځپاڼې ګلوبل ټایمز( Global Times ) راپور ورکړ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور په نړۍ کښې د امریکا د بې عزتۍ سبب شوی دی .

دغه ورځپاڼې زیاته کړه امریکا د قاسم سلیماني په ټرور سره خپله پانګه او عزت بولۍ ته وړاندې کړ او دغه کار  سبب شو چې نړیواله ټولنه د امریکا په دغه کړچار  نیوکې وکړي .

د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې زیاته کړه امریکا ډیره موده کیږي چې په نورو هیوادونو کښې د کسانو د وژلو لپاره بیلابیل اوزارونه کاروي په تیره بیا لویدیځې اسیا کښې چې د بې نظمۍ او د ګډوډۍ سبب شوي ده .

دغه راپور زیاتوي امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه ترهګر کارونه ترسره کوي او ځان یې په نړۍ کښې څنګ ته کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه