Jan 24, 2020 15:53 Asia/Kabul
  • په نړۍ کښې کرونا وایروس خپور شوی دی

یورونیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د ملګروملتونو د روغتیا دنړیوال موسسې چارواکو د سویزرلینډ په جینیوا کښې له بیړنۍ غونډې وروسته د کرونا وایروس د خپریدا په دلیل په نړۍ کښې د بیړني حالت له اعلانولو ډډه وکړه .

د روغتیا نړیوالې اداې وویل د کرونا د نوي وایروس د خپریدا په دلیل په نړیواله سویه د بیړني حالت د اعلانولو لپاره اوس وخت شته .

دا په داسې حال کښې دي چې تراوسه په چین کښې په کرونا نوي وایروس څه دپاسه اته سوه (۸۰۰) کسان اخته شوي او پینځویشت (۲۵) یې مړه شوي هم دي .

اکثره کسان چې په  کرونا وایروس اخته شوي د چین د «ووهان ښار» وسیدونکي دي .

په چین سربیره په اوو(۷) نورو هیوادونو کښې هم په کرونا نوي وایروس باندې د ځینو کسانو د ککړیدا راپورونه ورکړل شوي دي .

د وایروس انتقال له انسان څخه انسان ته دی او دغه وایروس اکثره د سا او  د خولې له لارې انتقالیږي .

ویل کیږي چې کرونا وایروس د ماښام ښاپیرک د سوپ له خوړلو او د موږکانو له خوړلو خپور شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه