Jan 24, 2020 16:25 Asia/Kabul
  • کورونا خطرناک وایروس په کوم ډول خپور شوی دی

زمونږ خبریال وايي له چین څخه خپریدونکي کورونا وایروس (Coronaviruses) په هکله دغه خبره ایشوا شوي ده چې د دغه وایروس وجه د ماښام ښاپیرک(Bats) د سوپ (soup ) څښل او د ژوندیو موږکانو خوړل دي .

طبي کارپیژاندي وايي چې د چین په ووهان ښار کښې په یوه(۱) بازار کښې د خرڅیدونکو ماښام ښاپیرک چې فروټ بیټ(Fruit Bat ) نومیږي  په وجه د کورونا  وایروس خپور شوی کوم چې له یوه کس څخه بل  کس ته انتقالیږي .

طبي کارپیژاندو وویل لومړې چې په کورونا وایروس ککړ کسان روغتون ته ورغلل نو هغوې  د کبانو په یوه بازار کښې کارونه کول چیرې چې چرګان، خرونه ، لیوان ، خنځیران ، اوښان ، لومړیانې ، موږکان ، ازغن موږکان ، پیشوګانې او نور ډول ډول ښویدونکي  ځناور خرڅیږي .

بلې خوا سائینس پوهان اوس دغه خبره معلوموي چې موږکان او ماران د کورونا  وایروس د خپریدا سبب کیدلای شي .

د چین په ووهان ښار کښې په بازارونو کښې ماران هم په اسانۍ سره ملاویږي .

کارپیژاندي دغه راز وايي  دغه اندیښنه شته چې کورونا وایروس له ځنګلې ښاپیرکو څخه مارانو ته انتقال شوی  وي .

په چین  کښې  خلک په ځنګلونو کښې د مارانو په ښکار کولو سره هغه بازارونو ته راوړي او هلته یې خرڅوي .

طبي کارپيژاندي اوس هڅه کوي دغه خبره معلومه کړي چې د ګرمو وینو له ځانورو څخه دغه وایروس څرنګه د سړې وینې ځناورو ته انتقال شوی دی او هغه د کورونا وایروس سبب  شوی دی .

د طبي کارپیژاندو درې (۳) ډلې جوړې شوي دي  کومې چې له کوروبا وایروس د مخه دنیولو لپاره د واکسین په جوړولو بوختې دي .

 

Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه