Jan 25, 2020 14:47 Asia/Kabul
  • د ځوانانو پیاوړي روحیه،پوهه او قدرت له الهي نظامه راپورته شوي

داسلامی انقلاب معظم لارښود په اروپا کې د محصیلینو داسلامی ټولنو څلورپنځوسمې غونډې ته په یوه پیغام کې ټينګار کړی ، سږکال ستاسو غونډه، د داسې مهمو پيښو په مینځ کې ترسره کیږي ، چې هره یوه ئې د اسلامی ایران او دهغه د انقلابي ملت د عظمت او اعتبار نښې نښانې دي .

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  پخپل دغه پیغام کې چې نن په ویانا کې لوستل شوی،فرمائيلي دي؛د درست ایران په زیاترو ځوانانو  کې په  معنوي او دینی کړچار او د ټيکنالوجۍ او پوهې په ډګر کې د فعالو  زرګونو ټولګو ترڅنګ ،شهادتونه ،د پوځي قدرتونو نندارې ته وړاندې کیدا، بې ساری ولسی شتون،او د ځوانانو پیاوړي روحیه او کلک هوډ،په  اوسنۍ نړۍ کې له الهي قدرت څخه راپورته شوي دي ، یوه داسې ښکارنده،  چې د تاریخ په راتلونکي کې ټاکونکي او ژورې اغیزې شیندلی شي .

Image Caption

 

 د مسلمانانو ولی امرددې خبرې په کولو سره چې د اسلامی انقلاب دوهم ګام باید دغه ښکارنده او نظام کمال ته ورسوي او نتیجې ئې احساس کړي، روښانه کړې ده،په دې حیاتي غورځنګ کې امیدونه او هیلې،ایماندارو، متقکرو او شجاع ځوانانو ته دي او تاسو ددغه غوره کسانو په شمیر کې تاریخ جوړونکي کیدلی شئ .

په اروپا کې د محصیلینو داسلامی ټولنو د اتحادئې  څلورپنځوسمه ناسته  نن  دآسټریا په پلازمینې ویانا کې  پيل شوې ده .

 

ټیګونه

کمنټونه