Jan 26, 2020 06:17 Asia/Kabul
  • د چین ولسمشر د کُرونا وایرس د خوریدو د چټکتیا په هکله خبرداری ورکړ

د چین ولسمشر پ هدغه هیواد کښې د کُرونا نومې وژونکي وایرس د خوریدو د چټکتیا په هکله خبرداری ورکړی دی.

فرانس پرس خبر ورکړی چې شي جین پینګ Xi Jinping پرون وویل چې چین له ډیر خطرناک حالت سره مخامخ دی.

د چین ولسمشر زیاته کړه، که د هیواد ټول خلک او حکومت په ځان باندې اعتماد او د سم او دقیق کوششونه ترسره کړي کولی شي چې له کرونا وایرس سره په مقابله کښې بریالي شي.

په عین حال کښې د چین د اطلاع رسونې وزارت په یوې خبرتیا کښې تراوسه د کرونا وایرس له امله لږترلږه د ۴۱ کسانو د مړینې او هم داشان په دغه وایرس باندې د ۱۳۰۰ چیني ښاریزو د ککړیدو خبر ورکړی دی.

پر چین سربیره په جاپان، جنوبي کوریا، تایوان، هندوستان، آذربایجان جمهوریت، آسټریلیا، امریکا او فرانسه کښې هم په دغې ناروغۍ باندې د ځینو کسانو د اخته کیدو خبرونه رارسیدلې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه