Jan 26, 2020 07:42 Asia/Kabul
  • ترکیې د مسجدالاقصی د خطیب خلاف د صهیونیسټي رژیم اقدام ته غبرګون وښود

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مسجدالاقصی ته د دغه جومات د خطیب د ننوتو د مخنیوي په لړ کښې د صهیونیسټي رژیم اقدام وغنده.

اناتولي خبري آژانس خبر ورکړی چې د ترکیې د خارجه وزارت ویاند حامي آکسوي پرون مسجدالاقصی ته د دغه جومات د خطیب شیخ عکرمه صبري د ورننوتو د مخنیوي په لړ کښې د صهیونیسټي رژیم حکم د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټانو د ویرولو او ځپلو ډیر نوی شکل وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دې حکم د لغو کولو لپاره خپله پوره پوره هڅه وکړي.

هغه زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم له څه باندې اویا کلونو راهیسې فلسطیني خاوره قبضه کړې ده او لاهم فلسطینیان ځپي او جنایتونه ترسره کوي.

د ویلو ده چې صهیونیسټي رژيم په دې وروستیو کښې په دویم ځل د څلورو میاشتو لپاره مسجد الاقصی ته د دغه جومات د خطیب شیخ عکرمه صبري په ورتګ باندې د بندیز حکم صادر کړی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه