Feb 12, 2020 14:31 Asia/Kabul
  • کریم صادق: که سندرغاړی شهسوار بیرته تبلیغي شي میاشتنۍ «۲۰۰۰۰» کالدارې ورکوم

سهسوار په داسې حال کې له سندرو څخه د دیني تبلیغ لاره غوره کړې وه چې هغه مهال په ځینو ناوړه کارونو مشهور شوی و او په ټولنیزو رسنیو کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوی و.

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیمې پخواني پښتون سندرغاړي شهسوار خان له لنډې مودې تبلیغ وروسته یو وار بیا د سندرو شعبې ته د تلو پریکړه کړې ده.
سهسوار په داسې حال کې له سندرو څخه د دیني تبلیغ لاره غوره کړې وه چې هغه مهال په ځینو ناوړه کارونو مشهور شوی و او په ټولنیزو رسنیو کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوی و.
تیره ورځ په خواله رسنیو کې سندرغاړي شهسوار په خپره کړې ویدیو کې وایي چې «د دین کار باید لومړی وټاکو او د دنیا کار دوهم».
نوموړي پر خلکو نیوکه کوي چې د تبلیغ پرمهال یې هیچا پوښتنه ونه کړه چې اقتصادي وضعیت یې څنګه دی او څه حال پرې تیریږي، دی وایي، «شهسوار یو هنرمن دی خو د دوه اولادونو پلار هم دی چې د پالنې لپاره یې اوسنۍ چارې هم د خپل توان له مخې پر مخ وړي».
شهسوار وایي چې د دین تبلیغ سره به د سندرو کار هم پرمخ وړي، خو دا به ډيره ستونزمنه وي چې د پښتنو په ټولنه کې دې یو کس پر یوه وخت هم د دین تبلیغ کوي او هم سندرې وایي.
بل لوري د افغانستان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق ژمنه کړې که چیرې شهسوار له سندرو لاس واخلي او یو وار بیا د تبلیغ لار غوره کړي نوموړي ته به میاشتنۍ ۲۰زره کالدارې ورکوي.
دغه خبره د افغانستان کرېکټ بورډ د رسنیو مدیر ابراهیم مومند پر خپله ټویټر پاڼه کړې ده.
کریم صادق په افغانستان کې خیریه بنسټ لري چې وخت ناوخته د بې وزلو یتیمانو او کونډو سره مرسته کوي.
د سندرغاړي شهسوار سندرو ته بیرته راتګ پر ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي دي.
شهسوار لسګونه پښتو سندري ویلي او دغه راز په پښتو سینمایي فلمونو کې هم لوبېدلی دی.
د شهسوار نه وړاندې ګڼ شمېر سندرغاړي او فلمي لوبغاړو د دین تبلیغ له امله له سندرو لاس اخیستی، لکه سندرغاړي شاز خان، شهنشاه باچا او نور د فلمونو لوبغاړي له دغه شعبې وتلي دي

Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه