Feb 13, 2020 11:12 Asia/Kabul
  • يو انسان څومره ځمکې ته اړتيا لري؟

پاخوم د کور په يوه کونج کې ناست دی او د خپلې مېرمنې او د هغې د خور خبرې اوري.

پاخوم د کور په يوه کونج کې ناست دی او د خپلې مېرمنې او د هغې د خور خبرې اوري. يوه يې د کليوال ژوند فضايل وړاندې کوي او بله بیا وايي چې ښاري ژوند ښه دی. دغه مجلس هغه په سوچونو کې ډوب کړی دی او له ځان سره لګیا دی، “که ما پرېمانه ځمکه لرلای، ولا که مې په شیطان هم ری وهلی وای”. د هغه شاته شیطان ناست دی، دغه ننګونه اوري او وايي چلینج منم، زه به پراخه ځمکه درکړم او ګورو چې څه کېږي.
څه وخت نه دی تېر شوی چې د سيمې بوډۍ ښځه وايي چې خپله پراخه ځمکه خرڅوم. پاخوم خبرېږي او وايي که مې اوس ځمکه وانخيسته، په ټول ژوند کې به د ځمکې څښتن نه شم. هغه د کور ځينې زېورات خرڅوي، خپل يو زوی په يو کال مزدورۍ لګوي او پيسې يې له مخکې اخلي، څه نورې قرض کوي او يوه ټوټه ځمکه اخلي.
ځمکه حاصلات کوي او لږه موده کې قرض خلاصوي. پاخوم بیا اوري چې خوا ته کلي کې ځمکه خرڅېږي چې تر دې ځمکې ارزانه او ښه ده. هلته ورځې او تر دې ډېره ځمکه اخلي. د هغه آشنایان ډېرېږي، له چا ځمکه اخلي او پر چا يې خرڅوي… ژوند همداسې مخکې روان دی. بله ورځ څوک ورته وايي چې په لرې سيمه کې ځينې خلک دي چې ډېره پراخه ځمکه لري او د خرڅولو له پاره يې پلمه لټوي، هلته کولای شي پراخه ځمکه په ډېر ټيټ قيمت واخلي، خو شرط دا دی چې د هغې سيمې مشرانو ته به څه ډالۍ وروړې.
پاخوم يو وار بیا خپل باغ و پټي خرڅوي او هماغه کلي ته د ځمکې اخيستلو په نيت بار و بستره تړي. څه ډالۍ هم له ځان سره اخلي. هلته چې ګوري خبره رښتيا ده. دا خلک ډېر سخي دي. ورته وايي چې زر روسي روبله راکړه او په يوه ورځ چې څومره ځمکه په قدم وهلو راچاپېره کولای شې، هماغه به ستا وي. پاخوم له خوښي په جامو کې نه ځايېږي… شپې تر سهاره يې د ملکۍ او خانۍ چورتونه خوب ته نه پرېږدي. سهار ته نږدې يوه شېبه خوب کوي او ډاروونکی خوب ويني، خو ډېره توجه ورته نه کوي.
سهار د کلي ټول مشران پاخوم په يوه ځای کې ودروي، وايي څومره ځمکه چې تر ماښامه راچاپېره کولای شې هغه ستا، خو که چېرته له ماښام مخکې همدې صفري نقطې ته راونه رسېدې، ځمکه او پيسې دې له لاسه وتلي. هغه په دې خبرو چورت نه وهي، ځکه چې پوهېږي چې ډېره ځمکه تر ماښام را چاپېرته کولای شي.
هغه مزل پيلوي… ځي، ځي، ځي… ټوله ورځ لګیا دی او پراخه ځمکه راچاپېره کوي. مازېګر مهال متوجه کېږي چې لمر په ډوبېدو دی او دی له صفري نقطې سره ډېره فاصله لري. د سړي وار پار خطا کېږي او په منډه د پيل ځای پر لور روانېږي. خو هغه ځای ډېر لرې دی. پاخوم ستړی کېږي خو بيا هم مزل نه پرېږدي، ځکه چې ډ ټول ژوند مسئله ده. د شروع ځای ته ځان نږدې کوي، خو زياتي يې پښې لړزېږي او د تلو وسه په کې نه شته… خو هغه بيا هم همت نه بايلي، لکه د ماشوم په خاپوړو روانېږي او بالاخره د خاپوړو وسه هم نه وي، نو په څمکه لکه مار څښېږي او د پيل ټکي پر خوا روان دی.
لمر ډوبېږي، او اصلي ځای ته لا هم مزل شته… خو پاخوم ډېر نږدې دی، بيخي ډېر. دی خلک وينې چې ورته اشارې کوي چې ځان راورسوه. هغه پوهېږي چې لمر نه دی لا ډوب شوی، بلکې ده ته نه ښکاري، نو بېرته په څښېدو د هغوی خوا ته مزل پيلوي او ځان په ډېرې سختۍ اصلي ځای ته رسوي. له دې سره هغه ته د چکچکو او آفرينيو سلسلې شروع کېږي. هر يو وايي چې بختور يې، ډېره ځمکه دې راچاپېره کړه، کمال دې وکړ، خو هغه د ښورېدو نه دی. پر ځمکه غورځېږي.
خلک ورنږدې کېږي، ګوري چې د سړي ساه ښکته پورته کېږی نه. پاخوم مړ دی. د هغه خادمان يې په يوه عادي قبر کې چې شپږ قدمه ځای دی، خښوي. له دې سره د نړيوال شهرت لرونکي اديب، لېف تلستوي، يوه ډېره په زړه پورې لنډه کيسه ختمېږي. دغه کيسه اصلا په روسي ژبه ليکل شوې ده، او د انګليسې ژباړې سرليک يې دا دی: ” يو انسان څومره ځمکې ته اړتيا لري؟”. دغه کيسه کې هر چا ته يو پيغام پروت دی. اېرلنډی مشهور ليکوال جېمس جويس دغه کيسه د نړيوال ادب تر ټولو ستره کيسه بللې.
زاهد جلالي

ټیګونه

کمنټونه