Feb 14, 2020 14:31 Asia/Kabul
  • د امریکاپه سناکې د ټرمپ د جنګي اختیاراتو د محدودیت د پریکړه لیک تصویبیدا

ډونلډټرمپ چې ددغه پریکړه لیک سخت مخالف ؤ ، د مشرانو جرګې له قانون جوړونکي ئې غوښتي وو ،څو دغه پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړي . ټرمپ دچارشنبې په ورځې پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي ، دمونږ د هیواد لپاره امنیت ډيره مهمه ده چې مشرانو جرګه د ایران په ضد دجنګ د اختیاراتو پریکړه لیک ته مثبته رایه ورنکړي . د ایران په موضوع کې زه ډير ښه عمل کوم او اوس دکمزورتیا نندارې ته د وړاندې کولو وخت نه دی .

د زیاتره د باؤ د سیاست په چوکاټ کې د  امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ ایراني ضد اقدامات په تیره بیا  د عراق په بغداد کې د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قوماندان سردار قاسم سلیماني د ترور د حکم په صادرولو کې   د هغه جنایتکار اقدام ، د امریکا په کانګرس کې ډيرې سختې اندیښنې رامینځةکړي دي . په همدې اساس د امریکا قانون جوړونکي  په تیره بیا ډیموکراټان  له ایران سره د جنګ لپاره د ډونالډټرمپ د اختیاراتو  په محدودولو پسې دي .

Image Caption

 

 په دې باب د امریکا مشرانو جرګې  د ډونالډټرمپ  د جنګي اختیاراتو د کمولو پریکړه لیک تصویب کړی دی .  یو داسې پریکړه لیک چې  د ایران په ضد د امریکا پوځي اقدام د کانګرس  له مجوز پرته منع کوي . دغه پریکړه لیک بیګا د امریکا د مشرانو جرګې د ا ستازو په راي ګیرۍ کې د ۴۵ مخالفو رایو په مقابل کې په پنځه پنځوسو موافقو رایو سره تصویف شو .  په دغه پریکړه لیک کې  چې ډيموکراټيک سناتور ټیم کین وړاندې کړی ،  له ډونالډټرمپه غوښتل شوي دي ،څو د ایران په ضد دې  خپلې درستې هدفمنې  دښمنۍ په دیرشو ورځو کې کمې کړي ، مګر  دا چې  مشرانو جرګه  ئې تصویب کړي .  ددغه پریکړه لیک  ارزونه ، د ټرمپ د مواخذې د محاکمې  له امله چې په تیرې چارشنبې ورځې پاي ته رسیدلي ،  په تیرو درو اونیو کې  درول شوې وه .

 هماغه ډول چې اشاره ورته وشوه ،  ددغه پریکړه لیک په اساس ،  د ایران په ضد به  د امریکا هر ډول پوځي اقدام  د  کانګرس اجازت ته  اړتیا ولري، په مشرانو جرګې کې د ډيموکراټانو دلږکي لوري  مشر سناتور چاک شومر  په خپل یوه ټولنیز چینل کې په پیغام کې لیکلي دي ، د ایران په ضد دامریکا د ولسمشر دجنګي اختیاراتو د  محدودولو  پریکړه لیک په تصویبیدا سره چې  سناتور ټیم کین مطرح کړی ؤ ، د هر دواړو ګوندونو د سناتورانو اکثریّت  جدي ګواښ کړی ، چې  ولسمشر ټرمپ د کانګرس  له جوتې تصویبیدا پرته  جنګ ته مخه نشي کولی ږ

  ډونلډټرمپ  چې ددغه پریکړه لیک سخت مخالف ؤ ، د مشرانو جرګې له قانون جوړونکي ئې غوښتي وو ،څو  دغه پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړي . ټرمپ  دچارشنبې په ورځې  پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي ، دمونږ د هیواد لپاره امنیت ډيره مهمه ده چې  مشرانو جرګه د ایران په ضد دجنګ د اختیاراتو پریکړه لیک ته مثبته رایه ورنکړي . د ایران په موضوع کې زه ډير ښه عمل کوم او اوس دکمزورتیا نندارې ته د  وړاندې کولو وخت نه دی .ټرمپ همدرااز په یوه بل ټویټ کې لیکلی دي ،ډیموکراټان یوازې د جمهوری غواړي ګوند د سرخوږي د رامینځةکولو په موخې سره  دغه کارونه کوي ، اجازت ورنکړئ دغه شان وشي . :::

Image Caption

 

 البته د امریکا په کانګرس او مشرانو جرګې کې د جمهوری غواړ مشران ددغه پریکړه لیک  له تصویبیدو سره سخت مخالف وو،خو د هغوي دغوښتنې په اپوټه ، په کانګرس کې درو جمهوری غواړو او هم اتو جمهوری غواړو سناتورانو د ډیموکراټانو له غوښتنې سره خپله چغه هم پورته کړه  او دغه پریکړه لیک ته ئې مثبته رایه ورکړه . 

 په مشرانو جرګې کې ددغه پریکړه لیک له تصویبیدا وروسته،دکانګرس دبهرنیو چارو په کمیشن کې د جمهوری  غواړو یوه غوره مسئول مایکل مک کول دیوې اعلامیې په صادرولو سره په مشرانو جرګې کې د ولسمشر دجنګي اختیاراتو د محدودونکي  پریکړه لیک تصویبیدا یو خطرنا ک اقدام بللی چې د ولسمشر لاسونه تړي  او د امریکا له پولو په بهر کې د امریکایانو د ساتنې لپاره د دهغه توانمنۍ محدودوي . په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده،د ولمسشر د جنګي اختیاراتو محدودونکی  خطرناک پریکړه لیک ،چې په مشرانو جرګې کې تصویب شوی ،د موجوده واقعیَتونو په اپوټه او ددې په اساس وارمخکې دروغ دي  چې  امریکا  له ایران سره په جنګ پوخته ده .

 د ډيموکراټانو اکثریت لرونکي  امریکائي کانګس د جنورۍ په نهمه نیټه د مشرانو جرګې ددغه پریکړه لیک په  متبادل کې دوه  پریکړه لیکونه  تصویب کړي  ، چې د ټرمپ دجنګي اختیاراتو کمولو ته ئې  مثبتې رائې ورکړي وې . ډیموکراټان باؤري دي،چې که څه هم ټرمپاو د امریکا نورو ولسمشران باید تل د احتمالی او یا کیدونکو حملو په  وړاندې له امریکا د د فاع تل قدرت او اختیار ولرل شي،خو په هغه کې له جنګ سره  اړونده  اجرائي قدرت او اختیارات  ودریږي ،چې یو یرغلیز جنګ  د کانګرس نهائی تصویبیدا ته اړتیا لري .

د  امریکا په  کانګرس کې د دواړو ګوندونو په ملاتړ سره له ایران سره د ټرمپ د جنګي  اختیاراتو د محدودونکي پریکړه لیک تصویبیدا،  په دې زمینې کې د ټرمپ دوهمه تجروبه د ه.د امریکا کانګرس  په ۲۰۱۹کال کېهم دیمن په جنګ کې د سعودي ائیتلاف څخه د ټرمپ د حکومتد پوځي ملاتړونو دمحدودولو په موخې سره د جنګي اختیاراتوپریکړه لیک تصویب کړی،چې ټرمپ هغه ویتو کړ.سپيڼې ماڼۍ د ایران په وړاندې د ټرمپ د جنګي اختیاراتو دمحدودونکي پریکړه لیک  په غبرګون کې هم  وئيلی دي،چې د امریکا ولسمشر به هر هغه مسوده چېدهغه اختیارات محدود وي ، ویټو کړي .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه