Feb 15, 2020 14:11 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې دتهران او د ځينو نړیوالو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،نو هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

 دا هم  د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپل لومړي مخ ئې لیکلی دي ، د امریکا یوې خپرونې  هیل په خپل یوه راپور کې په ډاګه کړې، سعودي عربستان  له اسرائيلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره سوکه سوکه  داسلامی احکامو په بدلولوپسې دی .

ورځپاڼې په  دوام کې لیکلي دي ، دعراق په عین الاسد امریکائي ترهه ګرپوځي کیمپ باندې  د ایران د سختې توغندوي حملې او په وسپنیز ځواب پسې  د امریکا د مشرانو جرګې استازو چې د دواړو ګوندونو استازي پکې شامل دي، په دغه مهم اورګان کې ئې  د ایران په ضد د خپل ولسمشر ډونالډټرمپ  دجنګي اختیاراتو د محدودونکي پریکړه لیک ته مثبت ځواب ورکړی  چې  ټرمپ  ئې نور  هم لالهانده کړی او یو ځل بیا ئې د سپينې  ماڼۍ او اپوزیشن لوري ترمینځ ترینګلتیاوې    زیاتې کړي دي .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو یو ځل بیا په سپين سترګیتوب سره  وئيلي دي ،ایران باید سملاسي د پالرمو او سی ایف ټي قانون تصویب کړي . که داسې نه وي نو باید نړیواله ټولنه ورته کوم  نوی او جدي ځواب ورکړي .

د بحرین د پلازمینې منامې پشمول په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې ددغه هیواد د انقلابی ولس د پاڅون یعني د فرورۍ د څوارلسمې د پاڅون د نهمې کلیزې په   مناسبت خودجوشه مظاهرې او اعتراضونه کړي ، چې وئيل کیږي ، د آل خلیفه رژيم  امنیتی مامورانو دغه مظاهرې او اعتراضونه  په سخته ځپلي او په لسګونو کسان ئې نیولي او ټپیان کړي  هم د ي.

د سرۀصلیب نړیوالې کمیټې مشر  په لیبیا کې د بوږنونکو انساني  حالاتو په نسبت په خبرداري ورکولو سره  وئيلي دي ،که  په دغه هیواد کې انساني او سیاسی ثبات ټینګ نه کړائ شو ، نو لیرې نه ده چې دیوې سترې غمیزې  او د کډوالۍ د څپې کتونکي شو .

د عراق په بغداد کې د العامریه کیمپ په یوې ودانۍ باندې د ۱۹۹۱کال  دفرورۍ په دیارلسمه نیټه د امریکا  ایف یو سل اولس ډوله جنګي الوتکو په لیزري  ګائيډیډ توغندیو سره حمله کړې چې  په هغه ودانۍ کې د ښځو او ماشومانو پشمول موجود کابو څلورسوه  کسان  د لیزي توغندیو  د اوور په لمبو کې لوو لَپَ سوزیدلي ، ددغې سترې غمیزې نهه ویشتم کلیزه په ډير غمجن انداز کې ولمانځله او  له جنایتکارې امریکا ئې یو ځل بیا خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ .

              دا هم د تهران  چاپ ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ،له اوه ویشت کلونو وروسته د لومړي ځل لپاهر  د امریکا د یهودیانو د ادارو دم شرانو  دکنفرانس یو پلاوی  سعودي عربستان ته په سفر تللی او  د مسلمانانو دنړیوالې ټولنې  د عمومی منشي محمد العیسي  پشمول ئې د آل سعود رژيم له لوړپوړو چارواکو سره  لیده کاته او د سیمې د مسئلو  په باب خبرې اترې کړي دي.دغه پلاوی ، دتیرې اونۍ  له دوشنبې تر پنجشنبې ورځې پورې په عربستان کې  دبیلابیلو ځایونو کتنه او  له لوړپوړو چارواکو سره په لیدوکاتو بوخت ؤ ،خو  خبری رسندویو ئې خبرونه  د دغه پلاوي دسفر له ختمیدو وروسته خپرۀ کړل .

 دغې ورځپاڼې همداراز په یوې مقالې کې  په افغانستان کې د روانو حالاتو او د یوه دوهم حکومت د جوړیداد احتمال په باب  لیکنې کړي دي . په دغې مقالې کې لیکل شوي دي ، د افغانستان د  ولسمشر  اشرف غني  لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم خبرداری ورکړی ، احتمال شته چې د  اشرف غني  دسیال عبدا... عبدا... په رهبرۍ یو  بل متبادل حکومت جوړ شي .  هغه  حکومت ګواښلی ، زر ترزره دې د ولسمشرۍ دا نتخاباتو د  نتیجو ترینګلتیاؤ ته د پاي ټکی کیږدي  او دانتخاباتو نهائي نتیجې دې اعلان کړي. داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان یو شمیر سیاستوالانو او دمدني ټولنو فعالانو دا احتمال څرګند کړی  ، چې ممکنه ده د  ولسمشرۍ د انتخاباتو دنهائي  نتیجو په باب بیا د  افغانستان د ولس  د رایو په اساس نه ،بلکې د ځينو بهرنیو کړیو د فیصلې په اساس نهائي نتیجې اعلان شي ، چې دا به یو ځل بیا له افغان ولس سره بله ستره جفا وي او د ډيموکراسۍ په باب به ولس نوره هم نهیلی کړي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د تیونس د ولسمشرۍ  ما ڼۍ  د یوې اعلامیې په خپرولو سره   وئيلي دي ، ددغه هیواد ولسمشرفیس سعید  له منصوب شوي نوي لومړي وزیر الیاس الفخفاخ سره په کتنې کې  په  ډاګه کړې چې ددغه هیواد نوی حکومت  به نن   دنوي کابینې غړي وټاکي او خپل رسمي کار به له  ننه د الیاس الفخفاخ په مشرۍ پيل کړي .

د لیبیا دملی پوځ په نامه د ځواک قوماندان خلیفه خفتر  داور بند پریکړه لیک چې امنیت شورا په همداوروستیو کې ددغه هیواد په اړه تصویب کړی رد کړ او  دلیبیا له ملی وفاق حکومت سره  د  جنګ پر دوام ټينګار وکړ .

               دا هم د تهران چاپ جوان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،د عراق د نجباء اسلامی مقاومت غورځنګ عمومی منشي شیخ الکعبی  له جنایتکارې امریکا د غچ اخستو  د  وخت په رانزدیکیدا باندې په ټينګار سره نیواکګرو  ته د عراق د مقاومت د ځواک د کلک پوځي ځواب د پریکندوالي خبر ورکړ او  دا ئې یوه  ناڅاپی ا و غافلګیر کونکي څپه بللې ده .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک د حلب  په لویدیځ کې د خپلو پرمختګونو په دوام کې  پرون  دوه نور کلي او یو ښارګی هم  د تکفیری ترهه ګرو له سپيرو منګولو آزاد کړي او  همداراز د اورم ا لکبری  په لور  د ترهه ګرو ډلو د مورچلو او  مرکزونو  په  په لور ئې  دخپلو عملیاتو  په دوام ټينګار کړی دی . همداراز د سورئې د پوځ په یوې اعلامیې کې هم وئیل شوي په ادلب ولایت کې هم   دپوځ او مقاومتي ځواک مبارزان د څو نورو سیمو په آزادولو سره   الارتاب ښار درې کلومیټرۍ ته رسیدلي دي  او دا په داسې حال کې د ي چې د ترکیې پوځ  ددغوعملیاتو او پرمختګونو ددرولو په موخې سره  دترهه ګرو دپیاوړي کولو لپاره  خپل کمانډوي ځوا ک سیمې ته ورلیږلی . او له دې سره په یووخت د صهونیسټ رژيم جنګي الوتکو هم د سورئې  د پوځي مرکزونو په خلاف نوي حملې  ترسره کړي دي .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د پاکستان په دوه و رځني رسمي سفر اسلام اباد ته تللی ، پرون ئې ددغه هیوادپه پارلیمان کې    پخپلې وینا کې په  ډاګه وئیلي دي ، د امریکا صهونیسټ رژیم ګډ پلان ،یعني د ټرمپ  دخوښې پيړۍ د معاملې پلان  د سولې لپاره نه ، بلکې غاصبو اسرائیلو ته د فلسطینیانو د  ټاټوبي  د ډالۍ کولو لپاره  یوه ستره دسیسه ده چې باید اسلامی امت ددغې سترې دسیسې په  وړاندې خپل سخت غبرګون وښئ .

***********************   

 اوس هم راګرځو   ځينو هغهو نړیوالو ورځپاڼو ته چې  د افغانستان د بدلونونو په باب ئې لیکنې کړي او مونږ هم له انټرنیټه  راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دي .

 ټایم مجلې په دې پوښتنې خپله مقاله پيل کړې چې ایا زلمی خلیلزاد به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره د افغانستان د سولې بهیر کومې نتیجې ته ورسیږي ؟

د مجلې په لیکنه د افغانستان د اوږدې اتلس کلنې جګړې پای ته د رسولو هیلې ښايي ،د قطر د پلازمینې دوحې د ناستې په یوه صالون کې موجودې وي.

په دوام کې راغلي یواځینی کس چې پوهېږي څنګه څو ټوټې کاغذ د سولې په تړون بدلیږي، زلمی خلیلزاد دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازیتوب کوي.

د ټایم مجلې په مقاله کې راغلي خلیلزاد څه باندې یو کال لګیا و څو د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته  د رسولو لار ولټوي.

د لیکوال په باور اوس خلیلزاد ډاډه ښکاري چې په دې چارې کې به بریالی شي.

دی له طالبانو سره د تړون په وروستي کولو کې برلاسی یاد شوی او د مقالې لیکوال د ځینو افغان او لویدیځو چارواکو په خبره لیکلي چې خلیلزاد او ټیم ئې ان د تړون د لاسلیک د رسمي مراسمو لپاره یو ځای هم په پام کې نیولی دی.

  ټایم مجلې په دې برخه کې یوه شننه کړې او لیکلي یې دي چې که زلمی خلیلزاد بریالی شي خپل مشر ډونالډ ټرمپ ته به د ولسمشرۍ ټاکنو په کال کې لویه لاسته راوړنه وي ځکه ټرمپ ژمنه کړې وه چې د خپل هېواد بې پایه جګړه به پای ته ورسوي.

خو ټایم مجلې دا هم لیکلي که خلیلزاد ناکامه شي امریکا   به په خپله اوږده جګړه کې لا ښکېله پاتې وي.

په دې جګړه کې شاوخوا دري نیم زره امریکايي او ناټو ځواکونه او لسګونه زره افغانان وژل شوي دي.

=        وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې له طالبانو سره د سولې د تړون په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو څرګندونو یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې له ای هارټ راډیويي پوډکاست سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې د مرکې هغو ټکو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي له طالبانو سره تړون ته نږدې شوي.

دا تړون له افغانستانه د امریکايي ځواک  تدریجي وتلو ته زمینه برابروي.

وال سټريټ ژورنال لیکلي دا وروسته له هغه چې تېر سېپټېمبر د امریکا او طالبانو خبرې وځنډېډې ، نو لومړی وار  و چې   ټرمپ تائید کړه، له طالبانو سره د تړون لاسلیک ته نږدې شوي.

د امریکا او طالبانو مرکچیانو د قطر په پلازمینه دوحه کې د تاوتریخوالي د کمښت په یوه اوه ورځني اوربند خبرې کړي دي.

وړاندې په مقاله کې د ښاغلي ټرمپ په حواله لیکل شوي چې وخت یې دی خپل عسکر  کور ته  ستانه کړو او هلته پاتې نه شو.

د امریکا او طالبانو تر مینځ د تاوتریخوالي د کمښت تړون به د افغان سولې د تړون لومړنی ګام وي.

لکه څنګه چې لوړپوړو امریکايي چارواکو له هغې ډلې ولسمشر ټرمپ او دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي د همدې فبروري په وروستیو کې د تاوتریخوالي د کمښت د پروسې د پیل تمه کېږي.

طالبان که په دې اوه ورځنۍ موده کې له خپلو خصمانه بریدونو لاس واخلي او تاوتریخوالی کم کړي ،نوامریکا به تړون ورسره لاسلیکوي او بیا به د افغان حکومت او طالبانو مستقیمې خبرې هم پيلېږي.

د طالبانو سرچینو بیا د هغو راپورونو په ردولو سره چې ګواکې د تاوتریخوالي د کمښت بهیر پیل شوی وايي دا بهیر به په رسمي اعلان سره پیلېږي.

 

ټیګونه

کمنټونه