Feb 15, 2020 16:47 Asia/Kabul
  • د هند حکومت د کشمیر د خلکو له دریځونو د اردوغان په ملاتړ نیوکه وکړه

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د نوې ډیلي ترکنټرول لاندې کشمیر له خلکو په ملاتړ کښې د ترکیې د ولسمشر په څرګندونو نیوکه وکړه.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې له رجب طیب اردوغانه وغوښتل چې د کشمیر په کورنیو چارو کښې لاسوهنه بنده کړي.

د هند د خارجه وزارت په بیانیه کښې راغلې دي چې کشمیر د هندوستان نه بیلیدونکې برخه ده.

د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر پاکستان ته په سفر د هندوستان د حکومت له خوا د کشمیر د کنټرول د غندلو په ترڅ کښې وویل چې انقره د کشمیر په وړاندې د اسلام آباد د دریځونو ملاتړ کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه