Feb 20, 2020 04:51 Asia/Kabul
  • هندوستان باید د ملګروملتونو د رایې درنښت وکړي

زمونږ خبریال وایي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش پرون پاکستان ته د خپل سفر په پاې کښې د کشمیر موضوع ته په اشارې سره د هندوستان په حکومت غږ وکړ د ملګروملتونو د رایې احترام وکړي .

هغه وویل  هندوستان او پاکستان د ملګروملتونو او د امنیت شورا  په رایو عمل وکړي او د کشمیر خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د افغانستان موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل هیله من یم چې په افغانستان کښې د سولې ته د رسیدا لپاره هڅه زر ترزره نهايي نتیجې ته ورسیږي .

د کشمیر په اړه  له هندوستان څخه د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوتریش غوښتنه په داسې حال کښې کیږي چې دوه (۲) ورځې مخکې د هندوستان خارجه وزارت د نوي ډیلي تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې د مسلې د حل په هکله د مینځګړیتوب لپاره د ملګروملتونو وړاندیز رد کړی وو .

 

ټیګونه

کمنټونه