Feb 20, 2020 16:19 Asia/Kabul
  • سعودي ته د پومپئو سفر او په ايران تور لګونه

امريکه تل له خپلو انډيوالانو څخه د ملاتړ ادعا کوي او سعودي د واشنګټن د اصلي سيمه ايز انډيوال په توګه په دې زمينه کښې د ټرمپ د حکومت په سياست کښې يو خاص مقام لري.د امريکې لوړرتبه چارواکو په ځلونو رياض ته سفر کړے او له سعودي رژيم څخه په ملاتړ يې تاکيد کړےد ے.

په دې لړ کښې د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو د فرورۍ د روانې مياشتې له نولسمې څخه سعودي ته درې ورځنے سفر شروع کړ او په دې سفر کښې د دغه هېواد له باچا ملک سلماان، وليعهد محمد بن سلمان او خارجه وزير فېصل بن فرحان سره کتنې او خبرې اترې کوي. د دغو خبرو اترو محور په تېره بيا په امنيتي او فوځي برخو کښې د دوواړخيزو تعلقاتو پراختيا او د ايران لخوا له ادعائي ګواښونو سره مقابله ده.رياض ته سفر د امريکې د خارجه وزير يو له زياتو سفرونو څخه ګڼل کيږي او په عامه توګه له تهران سره د مقابلې د څه رنګوالي موضوع د هغه د سفرونو په پروګرام کښې شتون لري. د امريکې خارجه وزير وائي، په دې خوشحاله دے چې د سعودي په امنيت د امريکې د مضبوطې ژمنې او له ايران سره مقابلې ته د دوامداره ضرورت په اړه خبرو اترو لپاره رياض ته لاړ دے.

پومپئو د خپلو مخکښېنو ادعاګانو په تکرارولو سره وويل، د واشنګټن چارواکي هر وخت له ايران سره خبرو اترو ته چمتو دي؛ خو دا مسئله دې ته ضرورت لري چې ايران په خپل چلند کښې بنيادي بدلون راولي او د ايران په خلاف به له زيات نه زيات دباو کمپېن به هم هغه شان دوام ومومي.

د ټرمپ د حکومت سياست تل له سعودي رژيم څخه ملاتړ ؤ او دے. سعودي په سيمه کښې د واشنګټن لپاره يو سټراټيجک او اقتصادي انډيوال او له امريکې څخه د وسلو يو ترټولو لوے اخېستونکے ګڼل کيږي. له دې امله د ټرمپ حکومت دې ته چې له سعودي سره د خپلو تعلقاتو اندازه کمه کړي هيڅ ګروهنه نه لري. له دې سره سره ټرمپ دغه هېواد ته د يوې وسيلې په توګه نظر کوي او په ځلونو يې د سعودي رژيم په سپکولو سره هغه د شودو ورکونکې غوا په څېړ بللے دے چې بايد تر آخره يې اولوشي. منجمله د امريکې ولسمشر د سعودي په تيلي تاسيساتو د يمن له ډرون او توغنده اي حملو وروسته له دغه هېواد څخه د ملاتړ د پياوړتيا لپاره د سعوديانو لخوا د لا زياتو پېسو پېسو د ادا کولو غوښتنه وکړه. د تېر ميلادي کال د ستمبر په څوارلسمه د سعودي په ختيځ کښې د آرامکو شرکت په بقيق چاڼ ځاے او د خريص په تيلي مرکز د يمن د مقاومت ډرون حملو سعودي رژيم او د هغه امريکائي ملاتړو ته سخت شاک رسولے دے او هغوي له دغو ډرون حملو سره په مقابله کښې د خپلې بې وسۍ د توجيهولو لپاره په دغه واقعه کښې د ايران د رول ادعا کړې ده.دا په داسې حال کښې دي چې تهران دغه تورونه رد کړي دي او د ايران د ذمه وار معرفي کولو لپاره د امريکې او سعودي لخوا مطرح شوي دلائل بې بنياده او نامعتبر بولي.  

ټرمپ ويلي دي چې سعودي چارواکو ژمنه وکړه چې له رياض سره د واشنګټن د هرډول مرستو لګښت به ادا کوي. په دې لړ کشې پېنټاګان د تېر ميلادي کال په اکتوبر کښې سعودي ته د زيات شمېر فوځيانو د لېږلو او په دغه هېواد کښې د نويو فوځي سازسامانونو په تېره بيا د هوائي ضده پيټرياټ سېسټم او توغنده اي ضده ټاډ سېسټم او د اېف ۱۵ جنګي الوتکو د ځاے پرځاے کولو خبر ورکړ. دغه اقدامات په حقيقت کښې د سعودي لپاره د واشنګټن لخوا د يو ډول خاصو امنيتي خدماتو وړاندې کولو په څېر ګڼل کيږي چې د سعودي لخوا د ډېرو زياتو مالي لګښتونو له ادا کولو نه بغېر نه دي ترسره شوي.

د پام وړ يوه مسئله دا ده چې له رياض څخه د واشنګټن د هر اړخيز فوځي ملاتړ او له سعودي لخوا د ميليارډونو ډالرو وسلو اخېستلو باوجود په عمل کښې نه سعوديان د دغو سازوسامانونو د موثره استعمال وس لري او نه دغه فوځي اخېستنې او مرستې د يمن د مقاومت د ډرون او توغنده اي حملو په مقابل کښې د سعودي زيانمنېدل نه دي کم کړې شوي. نو ځکه اوس رياض د واشنګټن لمن نيولې ده چې ورلره د کرائۍ امنيت په ډالۍ کښې راوړي. له دې سره سره چې واشنګټن هم د سعوديانو د پېېلتيا د دوام لپاره له ايرانه د ويرونې پروپېګنډې کوي  او تهران ګواښي.

د سياسي کارپېژاندي احمد دستمالچيان د وېنا مطابق : د امريکې ګټې د ايران او عربو هېوادونو ترمېنځ د تضاد او تاوتريخوالي له رامنځته کېدو سره تړاو لري او دا موضوع د ايران د سياست په اپوټه ده چې وړومبۍ ترجيح يې د سيمې له هېوادونو سره د تاوتريخوالي کمول دي.

----------

 

ټیګونه

کمنټونه