Feb 21, 2020 15:34 Asia/Kabul
  • پاکستان په نړۍ کې له اسلامه د ویرولوپه زیاتیدا اندیښنه وښوده

د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کې راغلي دي په جرمنی کې مرګونی حمله یوځل بیا ثابتوي چی افاط پالنه هیڅ پوله ، مذهب او میلیت نه پیژني .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان حکومت په جرمنی کې د وروستۍ مرګونی حملې په غبرګون کی د هغې په غندلو سره په نړۍ کې له اسلامه د ویرولو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه .

د پاکستان  د خارجه وزارت په بیانیه کې ټینګار شوی دې اسلام اباد د دینونو او تمدنونو ترمینځ د زیات تفاهم ، انسجام ، د غږملتیا د دودولو او له اسلامه ویرولو ښکارندې سره د مقابلې لپاره له جرمنی او نورو هیوادونو سره ملګرتیا ته چمتو دې .

د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کې راغلي دي په جرمنی کې مرګونی حمله یوځل بیا ثابتوي چی افاط پالنه هیڅ پوله ، مذهب او میلیت نه پیژني .

د جرمنی په هانایو ښار کې د روستیو ډزو له امله نهه کسان وژل شوی او څلور هم ژوبل شوی دي .

د لویدیځو هیوادونو د چارواکو او کارپیژاندو په اعتراف  د اروپا د وروستیو ناارامیو اصلی دلیل په سوریه او عراق کې له ترهه ګرو ډلو د لویدیځوالو زیات ملاتړونه دي .

 

 

ټیګونه

کمنټونه