Feb 25, 2020 14:21 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل  چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایت خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

د تهران درستو ورځپاڼو خپل زیاتره پاې‎ڼې د کرونا ویروس ډيره زر خوریدونکي ناروغۍ ته بیله کړي دي .د تهران ورځپاڼو لیکلی دي ، د ایران په قم او ګیلان ولایتونو کې ددغې ناروغۍ ویروس خپور شوی ،خو د روغتیائي چارو وزارت مسئولان وائي چې  دغه ناروغي  د انفلوانزا یو ډول دی او  باید درست خلک  د روغتیائي چارو په باب دخوندیتوب لپاره اړین تدبیرونه غوره کړي،څو له دغې ناروغۍسره چې زیاتره  خلک ورځيني نفسیاتي ناروغان شوي دي،مقابله وکړائ شي .ورځپاڼو لیکلي دي،په درست ایران کې تر بیګا شپې پورې په دغې ناروغۍ دککړو کسانو شمیر یو شپیته تنه اعلان شوی او دغه راز  د قربانیانو شمیر هم تر دولسو کسانو پورې رسیدلی دی ، البته اړونده مسئولان وائي چې  په دغو قربانیانو کې زیاتره کسان بوډاګان او هغه کسان وو چې د صدام لعین د پړاؤ د جنګ د کیمیائي وسلو څخه تاواني شوی وو . همداراز  ورځپاڼو پخپلو راپورونو کې لیکلي دي ، په قم کې د څه دپاسه پنځوسو کسانو د ژوند له لاسه ورکولو  پروپيګنډې  د خلکو د ویرولو او د غه راز دچټي تبلیغاتو یوه برخه ده  او داسې هیڅ کوم باؤري  راپور  نشته ، د ایران د روغتیائي چارو وزارت دغه خبره په کلکه رد کړې او وئيلي ئې دي ،  په درست ایران کې  تر بیګا شپې پورې  ددغې ناروغۍ  له امله دولس کسانو  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، چې د ککړو کسانو  له یو فی صدي  هم کم شمیر دی .  اړونده مسئولانو وئيلي دي ، په درست ایران کې په کرونا ویروس د ککړو شمیر دزیات ښودلو تبلیغات  چټي دي  په ټول کې   د څه دپاسه نهه سوه  شکمو کسانوټيسټونه او آزموینې شوي چې  په هغو کې یوازې د یوشپیتو کسانو دککړتیا په اړه ټسټونه مثبت دي نور درست کسان  په نورو ناروغیو ککړ وو او له روغتونونو  خپلو کورونو ته تللي دي .

همداراز د ایران د روغتیائي چارو وزارت اړونده مسئولانو دا هم وئيلي چې ددغې ناروغۍ ځیني ککړ و کسانو درملنه هم شوې او له څو ورځو قرنطینه کونې وروسته روغ رمټ ښودل شوي او له روغتونونو هم مرخص شوي دي .

           دا هم  د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ،د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو  نهائي نتیجو په دغه هیواد کې سیاسی ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې کړي دي  او وئيل کیږي ، چې ښائي د یوه سیاسی ډغرې لامل شي .  ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي د ولسمشرۍ   د نهائي فیصلې ګټونکی اشرف غني او دوه لمبر  عبدا...عبدا...  چې  هر یو ځان د   ولسمشرۍ د انتخاباتوګټونکی اعلانوي ، نیّت لري ، د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  او په یوه ورځ په جلا جلا توګه د لوړې دستورې ترسره کړي .د سپيدار ماڼۍ مسئولانو وئيلي دي ،په راتلونکي پنجشنبې ورځې  به  د عبدا... عبدا..... د ولسمشرۍ د لوړې دستورې ترسره کړي .

ورځپاڼې بیا لیکلی دي ، د امریکا په نیویارک کې  د بې کوره کسانو شمیر دومره زیات شوی ،  چې دغه وضعیت ددغه ښار د  میټرو ځّيني  تم ځایونه د چُټئ تر حده رسولي  او د پنسیلوانیا اوګرینډ ټرمینل  ئې  عملا بند کړي دي .

اینډيپنډينټ ورځپاڼې په یوه وروستي راپور کې لیکلي دي د یمن د جنګ  پاي حل لاره ډيره آسانه ده ،خو لویديځي  هیوادونه  د خپلو اقتصادي ګټو په دلیل  ددغه جنګ ختمول نه غواړي .

 د سورئې د ادلب  ولایت  د پاکونکو عملیاتو  په پاب د ترکیې او روسیې د لوړپوړو  چارواکو  خبرې اترې بې نتیجې پاي ته رسیدلي  او وئيل کیږي ،  د ترکیې  مسئولان غواړي ،په دغه ولایت کې د سورئې دپوځ روان پاکونکي عملیات ودرول شي ، خو د روسیې اړونده چارواکو وئيلي دي  چې  که د سورئې د پوځ پاکونکي عملیات ودرول شي ، نو ممکنه ده جنایتکار ترهه ګر یو ځل بیا ځانونه  پیاوړي کړي او دسیمې لپاره  بل سرخوږی رامینځة کړي . داپه د اسې حال کې دي چې  دسورئې د پوځ او دمقاومتی چورلیز پاکونکي عملیات د ادلب په شمول ځینو شمالی ولایتونو کې  هماغه راز دوام لري او وئیل کیږي ، چې په نزدې راتلونکي کې به له ادلب ولایته هم د جنایتکارو تکفیریانو ټغر ټول شي .

                  دا هم د تهران  ایران چاپ ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ،د ملایشیا دلومړي وزیر مهاتیر محمد  د استعفی  د وړاندې کولو له امله  په دغه هیواد کې  سیاسی ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې شوي  او وئيل کیږي ،ممکنه  ده ، په دغه هیواد کې  دسیاست راتلونکی د نورو د لاسوهنې قرباني شي .

کره راپورونه ښئ  دویکي لیکس  بنسټګر جولیّن آسانژ  امریکا ته دبیرته ستنولو  په دوسیې د غور غونډه پرون په لندن کې ترسره شوي او وئيل کي. ،  چې  لندن د آسانژ دبیرته ستنولو په سر  له امریکا سره ستره سودا کړې ده .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  د عراق له لومړي وزیر محمد علاوي سره په لومړني رسمي تماس کې د امریکائي پوځيانو  په وړاندې د هغه د ملاتړي سیاست د غوره کولو  غوښتنه کړې ده .

هندوستان ته د ا مریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د سفر اصلي موخې رابرسیره شوي  او وئیل کیږي ، چې  ددغه سفر اصلي موخه د هندوستان پر پوځ د  امریکا د ماډرنو وسلو خرڅول دي  چې  ممکنه ده په دغې  موخې کې هندي چارواکي د ټرمپ دغه موخه پوره نه کړي ، ځکه له روسیې سره د هندوستان  پوځي اړیکې له دې چې  له امریکا سره  ئې ښې کړي ، ډيرې پیاوړي دي .

القدس العربی  ورځپاڼې په یوه راپور کې وئيلي دي ،دسعودي عربستان یو خپلواکه خبریال  داؤد الشریان  چې یوه میاشت کیږي ،بې درکه شوي ؤ د آل سعود رژيم امنیتی مامورانو  په یوه پټ ځاي کې ساتلی او دا هم وئيل شوي چې تر دې دمه ئې شکنجه کوي  او وضعیَت ئې ډير خراب شوی دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،  د عربستان اقتصادي وضعیّت  د یمن د جنګ  تر کلونو کلونو دوام او دغه راز په ډيرو هیوادونو کې د  جنایتکارو ترهه ګرو ډلو د بشپړمالی او وسلوالو ملاتړونو له امله  تر ډيره حده خراب شوی او وئيل کیږي ، چې  ممکنه ده تر راتلونکو څو کلونو پورې  په دغه هیوادکې  ګرانۍ څو چنده زیاتې شي .

                  دا هم د تهران  همشهري ورځپاڼه ده چې لیکلی ئې دي ،  هندوستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  رسمي سفر په داسې حال کې شوی ، چې ددغه هیواد په زیاترو ښارونو په  تیره بیا په نوي ډیلي کې د لسګونو زره مسلمانانو او خپلواکه ملیّتونو  مظاهرې  د پولیسو په دخالت سره تر ډيره حده ترینګلي شوي  او وئيل کیږي ، چې د پولیسو او مظاهره چیانو په اخ و ډب کې په سلګونو کسان نیول شوي او ټپیان شوي دي .  دا هم وئیل شوي چې  په دغو مظاهرو کې  د ټرمپ پُتلې هم سوزول شوي او دغه راز د نریندرا مودي د روانو  اقداماتو په خلاف سخته کرکه او نفرت نندارې ټه وړاندې شوي دی .

 د افغانستان  د ولسمشرۍ  دانتخاتو دنهائي نتیجو په اعلان پسې په دغه هیواد کې  البته امنیتی وضعیّت تر یوه حده  دثبات په لور روان شوی ، خو  وئيل کيږي ،  سیاسی وضعیّت د  لاخرابیدو په لور روان  شوی دی .  په  دوام کې وئيل شوي دي ،که څه هم د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ  د  روغې جوړې  دخبرواترو  په نتیجې کې تر یوه حده امنیت ښه شوی خو ښائي دا ثبات موقتي وي او ډیری شناندي او کارپوهان په دې اند دي چې د طالبانو ډلې ځینې څانګې له امریکا سره   د طالب مشرانو په شوي موافقې ناخوښ دي او ممکنه ده  په دې اړه په طالبانو کې هم بغاؤت راپورته شي .

ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکلي ،   د سورئې په ادلب او حلب ولایتون کې  د دغه هیواد پوځ او مقاومتي ځواک  د جنایتکارو تفکیریانو په خلاف په پاکونکو عملیاتو کې  یوشمیر کلي او ښارګي  د ترهه ګرو له سپيرو منګولو آزاد کړي او دغه راز ئې د هغوي په لسګونو تکفیریان هم هلاک او ټپیان کړي او  په سترو وسلو سنبال شمیر ګاډي ئې هم تباه کړي دي .

په پاکستان کې د حکومتي او اپوزیشن ګوندونو ترمینځ د روغې جوړې لپاره ځيني مذهبی او  مدني ټولنې راپورته شوي څو  د حکومتي  او مخالف لوري ترمینځ  له دې مخکې چې  د هیواد اقتصاد په ګرداؤ کې ګیر او ولس هم  په سړکونو کې غونډشي ،د یوې روغې جوړې  او سیاسی موافقې په ترلاسه کولو کې بریالي شي .

*****************************

           اوس  هم راګرځو د  کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته  چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپانو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ تر ډېره حده د ولسمشریزو ټاکنو د نتیجو پر سر راپورته شویو جنجالونو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې د محمد اشرف غني او عبدا...عبدا... ترمینځ  راپورته شویو کړکېچونو ته په کتو لیکلي، "دواړه لوري د بېلابېلو کمېسیونونو په جوړولو سره د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی نیسي."

د ورځپاڼې په وینا، دې وضعیت افغانان ناهیلي کړي او ان یو شمېر په دې باور شوي چې دا به د افغانستان د تجزیې لپاره د خطر یو زنګ وي.

    ملي ارمان ورځپانې د سرمقالې په وروستۍ برخه کې ټينګار کړی، که چېرې تمه دا وي چې په هېواد کې قانون پلی شي باید د ټاکنو پایلې لغوه او د  درې لکه  رایو برخلیک د قانون په بنسټ روښانه شي، د سرمقاله لیکونکي په وینا همدا د ټاکنو پر سر د رامینځته شویو لانجو یوازنۍ لار ده.

=    د هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "افغانان سختې ورځې تېروي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې لپاره هیلې زیاتې شوي، خو د ټاکنو بحران او د کرونا د لومړنۍ پېښې ثبتېدلو افغانانو ته ګڼې اندېښنې پیدا کړې دي.

د ورځپاڼې په وینا د اوسني وضعیت د کنټرول لپاره باید قانون ته مراجعه وشي.

د سرمقالې لیکونکی په دې باور دی چې په افغانستان کې قانون خپل اصلي او رښتینې معنی له لاسه ورکړې او په باور یې هر هغه څوک چې په قدرت کې وي ګټونکی به هماغه وي، نو د سرمقاله لیکونکي په باور، په همدې دلیل سیاسي ډلې د قدرت ترلاسه کولو لپاره له هرې وسیلې کار اخلي.

هشت صبح ورځپاڼې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د یوه جهادي مشر عبدالّرب الرسول سیاف په مشرۍ مینځګړیتوب ته په اشارې لیکلي، ښکېل لوري له  با نفوذه شخصیتونو پرته   دا بحران  نشي قابو کوی .

=       هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، "ولسمشر غني د کړکېچونو د هوارولو لپاره هڅې پیل کړې دي."

ورځپاڼې لیکلي چې محمد اشرف غني هڅه کوي چې بېلابېلو لورو سره خبرې وکړي او روان وضعیت کابو کړي.

هېواد ورځپاڼې په وروستۍ برخه کې لیکلي، د نسبي اوربند په ټينګېدو سره ملګرو ملتونو او د افغانستان متحدو هېوادونو د ډاکتر عبدا... له پلویانو غوښتي چې له دغه فرصته په ګټې اخیستنې د انتخاباتو پایلې ومني او د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

 

ټیګونه

کمنټونه