Feb 25, 2020 16:42 Asia/Kabul
  • په جرمني کي د یو جشن پر مراسمو باندې په موټر سره د برید

په جرمني کي د یو جشن پر مراسمو باندې په موټر سره د برید له امله د ټپیانو شمېر ۵۰ کسانو ته ورسېد، له دې نه مخکې دا شمېر ۱۰ تنه اعلان شوی وو.

د ټي آر ټي  چینل په حواله د جرمني امنیتي چارواکي د ولکمارسن په ښار کې د یو جشن پر ګډونوالو د یو کس لخوا  د موټر خیږولو   له امله د ټپیانو شمېر ۵۲ تنه اعلان کړ چي له دې جملې څخه ۱۸ تنه یې ماشومان دي. د دې پيښي د ۱۰ تنو ټپیانو حالت نازک بللی شوی دی.
د جرمني پولیس تر اوسه پوري د دې برید نه د ۲۹ کلن ډرېور د موخي په اړه ځانګړي معلومات نه دي وړاندي کړي، په داسي حال کي چي بریدګر د پیښي په لومړنیو ساعتونو کې نیول شوی دی.
عینی شاهدان وایي چي بریدګر په زیات سرعت سره موټر د راغونډو شویو ماشومانو پر لور بیولی دی .یو څو ورځې  مخکې هم په جرمني کې یو کس د ځان په شمول  یوولس کسان ووژل چي دا برید د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته په دې هیواد کې تر ټولو بد  نژاد پرستانه برید وبلل شو.
په جرمني کې د تاوتریخوالو څخه ډکې کړنې، په تېر یو کال کې یو زرو ۸۸ مواردو ته رسېدلې چی د برلین د چارواکو اندېښنې یې راپارولي دي.
د جرمني خلکو په تېرو څو ورځو کې د مظاهرو په تر سره کولو او په مختلفو ښارونو کې په جمع کېدو سره د ښي پالو د افراطي ډلو د تاوتریخجنو کړنو سره  د دولت د مقابلې غوښتنې کړي دي.
 

ټیګونه

کمنټونه