Feb 26, 2020 14:28 Asia/Kabul
  • چین دکروناویروس د کنټرول لپاره خوراکی واکسین جوړوي

د وروستیو راپورونو په اساس په چین کې په کرونا ویروس د ککړتیا له امله د مړو شمیر دوه زره اوه سوه پنځلس کسانو ته رسیدلی دی .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ  د چین د روغتیائي چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلی دي ،په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې  او د خوراکي واکسنو په جوړونې پسې  د کابو درو زرو کسانو په درملنې سره ، په چین کې د کرونا ناروغۍ دبشپړ کنټرولولو لپاره  هیلې  لازیاتې شوي دي .

کرونا ویروس  چې د تیر دسمبر په وروستیو کې  د لومړي ځل لپاره د چین په هوبئ صوبې کې  په ووهان ښار کې لیدل شوي ، ددغه هیواد پر دیرشو صوبو سربیره ،د نړۍ څه دپاسه شپږ دیرشو هیوادونو ته  هم غزیدلی دی .

د وروستیو راپورونو په اساس په چین کې په  کرونا ویروس  د ککړتیا له امله  د مړو شمیر  دوه زره اوه سوه پنځلس کسانو  ته رسیدلی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه