Feb 26, 2020 14:43 Asia/Kabul
  • د امریکا یو اړخیز پالنې د اروپا امنیت کمزوری کړی

د ټرمپ حکومت تر دې دمه په یو اړخیز ډول د جامعې ایټمي نړیوالې موافقې په شمول له نړیوالو د وو اړخیزو ،څو اړخیزو موافقو څخه په وتلو سره وئیلي دي ، چې نیّت نه لري ،له روسیې سره دنوي سټارټ په نامې سره دایټمي وسلو دکمولو تړون تمدید کړي .

روئيټرز خبري آژانس راپور ورکړ د  جرمني خارجه وزیر هایکو ماس له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  او  له روسیې سره د وسلو د کنټرولولو له تړونونوڅخه  په وتلو کې دا مریکا یو اړخیز پالنې   د اروپا دامنیت د کمزوری کولو لامل وبللې .

 هایکو ماس  بیګا  په برلین کې  اود ایټمي وسلو د بندیز په باب د سټاکهم  په نامې  دعمل د نوښت  دغړو په توګه  د سویډ ، کوریا ،فنلینډ  او اردن  له خارجه وزیرانو سره  په ګډې غونډې کې وئيلي دي ، دامریکا په  دغو اقداماتو  سره نړۍ  په دوه لاري ولاړه ده  او که دغه وضعیّت دوام وکړي ،نو  ایټمی نظام او ورسره به د نړۍ امنیت له خطرې سره مخامخ شي .

 د جرمني خارجه وزیر  له هغې لارې څخه  دبیرته ستنیدا په ضرورت په ټينګار سره چې  تر دې دمه  د ایټمي پراختیا په حوزې کې وړاندې شوي ،  د ایټمي وسلو دنه لرونکو هیوادونو پشمول له درستو هیوادونو غوښتي دي ، څو د  اپوټه ښودنې  اود ایټمي وسلو دکنټرولولو په لاره کې  یو اړخیز پالنې ته نه ،بلکې  مشترکې مرحلې ته دستنیدا په باب  مرحله په مرحله ګام پورته کړو .

ټیګونه

کمنټونه