Feb 28, 2020 05:55 Asia/Kabul
  • امریکا او بریتانیا د سپین خولیو ملاتړ کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنې استخباراتي ادارې مشر سرګي ناریشکین وویل د امریکا او د انګلستان جاسوسۍ ادارې له سوریې سره په جنګ کښې د استفادې لپاره د سپین خولیو ډلې ملاتړ کوي .

هغه وویل  د سپین خولیو ډله د امریکا او د بریتانیا د جاسوسۍ ادارو په مالي ملاتړ سره د سوریې پرضد استخباراتي جنګ ته دوام ورکوي .

نارشکین وویل د سپین خولیو ډلې د حقیقتونو د بدلولو یو(۱) مورد د سوریې د پلازمینې دمشق په خوا کښې په دوما ښار کښې د کیمیاوي وسلو د کارولو په هکله د صحنې برابرول وو چې جعلي توب یې ټولو خلکو ته ورښکاره شوی وو .

 

ټیګونه

کمنټونه