Mar 01, 2020 12:55 Asia/Kabul
  • کرونا ویروس،نړیوال مشکل او دیوۀبل تر څنګ ددریدا ضرورت

د روغتیا د نړیوالې موسیسې په اعتراف سره ، ایران نه یوازې دسیمې په سویه بلکې په نړیواله سویه هم ډيرې کارندوالی او توانمنۍ لري . د ایران حکومت له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د روغتیا له نړیوالې ادارې سره د ملګرتیا زیاتره اهتمام ته هماغه راز دوام ورکوي .

نن سبا کرونا ویروس په یوه نړیوال مشکل بدل شویدی او د نړۍ درست ملتونه او حکومتونه باید  دیوه بل ترڅنګ ودریږي  او دیوه بل په مرستې  سره له دغې سپيرې بلا سره هر اړخیزه مقابله وکړي .

 د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  پرون مازدیګرد قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټيلیفوني تماس کې  په دې ضرورت په ټينګار سره وئيلي دي ،د سیمې له درستو هیوادونو سره د دوو اړخیزو او سیمه ایزو ګډو روغتیائي ملګرتیاؤ په پراختیا پسې یوو، ظاهرا یو هیواد به هم له دغې ناروغۍ خوندي نه وي  او درست  به  له دغه مشکل څخه  دتیریدا لپاره د تجروبو او امکاناتو مبادلې ته اړ وي .

Image Caption

 

 د قطر امیرشیخ تمیم بن حمد آل ثانيهم په دغو ټیلیفوني خبرو کېد اسلامي ایران د ولسمشر د وړاندیز هرکلی وکړ او وې وئيل ،د قطرحکومت او ملتځان د ایران دملت او حکومت ترڅنګ ګڼي او له دغې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره به  له هرډول  مرستې او ملګرتیا ډډه ونه کړي .

کووید-۱۹ یا هماغه کروناناروغي ،لومړۍ د تیر دسمبر په دولسمه نیټه  د چین په  ووهای ښآر کې وپيژندل شوه .ترڅوچې د کرونا له خپریدا سره اړونده خبرونه خپرۀ شول ، دا خیال چې  دغه  ویروس به په چټکۍ سره له ډیرو پولو هم تیر شي،دچا په ذهن کېنه راتلۀ.  غالب تصّور دا ؤ چې  دغه ویروس به پخپل زیږنځاي کې ډير زر ومري .څه وخت تیرشو،خو ددغې ناروغۍ بل اړخ رابرسیره شو. نن سبا  هیوادونه په یوه بل پسې  په کرونا ویروس ککړیږي  او د ککړو شمیر که څه  هم مختلف اعلانوي ،خو هغه ټول  په کرونا ویروس دککړتیا منلو ته اړکیږي . اوس دغه ناروغي یعني کووید -۱۹ په هغو ډيرو هیوادونو کې چې شمیر ئې له شپیتو هیوادونو اوښتی ، دککړو کسانو شمیر پکې په چټکۍ سره په زیاتیدا دی . په بله معنا،  له کرونا سره جنګ او مبارزه ، نن سبا په یوې نړیوالې مبارزې بدله شوې ده .

Image Caption

 

 په چین کې ددغې ناروغۍ د خپریدا دآثارو د رابرسیره کیدا په وخت،امریکا دغه موضوع،د چین په اقتصاد دیوۀ ګوزار او د اقتصادي لورنیونې لپاره د یوه فرصت په توګه وبلله.اوسپه امریکا کې په دغه ویروس د ککړو موردونو په راڅرګندیدو سره،په نیویارک او شیکاګو کې د ونډو بازارونه د کریډيټونو ځوړتیا تجروبه کوي .که څه هم د امریکا حکومت هڅه کوي ،ډير حقیقتونه پټ کړي ، خو د ماسک او  دعفوني ضدموادو په څير د  ویروس دمنتقلیدا دمخنیوي لپاره د لومړنیو ضرورتونو د کمښت په باب اندیښنې ، د امریکا د ولس لپاره په یوه سرخوږي بدلې شوي دي .له ایټالیا رانیولې ترفرانسې او جرمني پورې  په اروپائي هیوادونو کې هم همدغه وضعیّت دی .

 د غه ټوله پيښې ، البته  یو روښانه  او جوت پيغام لري  او هغه هغه ټکی دی ، چې په ایران کې د روغتیا د نړیوالې موسسې  استازي ډاکټر کریسټوفر هملمن  ورته اشاره کړې او وئيلي ئې  دي ، ایران  له دغه چیلنج سره لاس او ګریوان یوازینی هیواد نه دی ، او ډير زر به  لازیات هیوادونه  له دغه مشکل سره  لاس اوګریوان شي .

  هغه هیوادونه چې  هڅه کوي د حقیقتونو په پټولو سره  ځان  په کرونا ویروس له ککړتیاؤ خوندي وبریښوي  یا د تورونو ګوته  د یوه هیواد په لور ونیسي ، د خپل هیواد  نجات  او په نړیواله سویه  ددغه ګواښ د جړه ایستلو لپاره  له  ویروس سره دمبارزې له بهیر سره  هیح مرسته نشي کولی .

د روغتیا د نړیوالې موسیسې  په اعتراف سره ، ایران  نه یوازې دسیمې په سویه بلکې  په نړیواله سویه هم  ډيرې کارندوالی او توانمنۍ لري . د ایران حکومت  له کرونا ویروس  سره دمقابلې لپاره  د روغتیا له نړیوالې ادارې سره د ملګرتیا زیاتره  اهتمام ته  هماغه راز دوام ورکوي . البته دایران اسلامی جمهوریت  له  هغو درستو هیوادونو اونړیوالو اورګانونو، چې  له کرونا ویروس سره  دمقابلې لپاره  ئې مرستې کړي ،مننه کړې او باؤري دی ، چې   پر  دغه مشکل د غلبې یوازینۍ لاره، سیمه ایز او نړیوال ګډ اقدامات او ملګرتیا ده .

 د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف   هم په دې باب پخپل ټولنیز پیغام کې وئيلي دي،  ایران  په هیله مندۍ سره د هغو ناروغیو دکنټرول او مخنیوي  د ګډ مرکز د جوړولو پشمول  د لازیاتو سیمه ایزو ملګرتیاؤ  غوښتونکی  دی ، چې له مودو مودو راهسې پرې سترګې پټې شوي دي .

که په یاد کړو، چې د روغتیاد نړیوالې موسیسې عمومی منشي  تئوډو  آډهنم ددغې موسسې له څو فوري غونډو او د کروناویروس په خپریداپسې  دن ړیوال بیړني حالت له اعلانیدا وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړی ، باید  په هراړخیزې ملګرتیا سره  د کرونا ویروس کنټرولولو او مخینوي ته مخه کړو .

 

ټیګونه

کمنټونه