Mar 02, 2020 06:27 Asia/Kabul
  • په امریکاکې په کروناویروس د ککړوکسانوشمیرله۷۰تنوواوښت

په امریکا کې د کرونا ویروس د خوریدا په وړاندې ددغه هیواد زیاتره سیاستوالانو او خلکو د دغې ناروغۍ د مخنیوي او لارو چارو په اړه د ډونالډټرمپ د حکومت په لټۍ او بې پروائۍ سختې نیوکې کړي دي او همداراز د واشنګټن ایالت ګورنر په دغه ایالت کې د کرونا ویروس د خوریدا دخطرې په دلیل بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

زمونږ خبریال د امریکائی رسندویو له قوله راپور راکړ په دغه هیواد کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر  څه  دپاسه اویاؤ تنو ته رسیدلی

د امریکا د ناروغیو دکنټرول او مخنیوي مرکز وړمه ورځ  په دغه هیواد کې د کرونا ویرو س د ککړو کسانو شمیر ۵۹تنه اعلان کړی ؤ . په امریکا کې د کرونا ویروس د خوریدا په وړاندې ددغه هیواد زیاتره  سیاستوالانو او خلکو ددغې ناروغۍ د مخنیوي  او لارو چارو په اړه د ډونالډټرمپ د حکومت په لټۍ او بې پروائۍ سختې نیوکې کړي دي اوهمداراز د واشنګټن ایالت ګورنر په دغه ایالت کې د کرونا ویروس د خوریدا  دخطرې په  دلیل  بیړنۍ حالت اعلان کړی دی. همدرااز وئیل شوي چې په  واشنګټن کې له دغې ناروغۍ یو کس خپل ژوند  هم له لاسه ورکړی دی.

د امریکا ټروټ اوټ خپرونېپه همداوروستیوکې دې ته په اشارې سره چې په امریکا کې څه دپاسه اته ویشت میلیون کساند بیمېله خدماتومحرومه دي،په دغه هیواد کې ئې د کرونا ویروس خوریدا غمیزه راپنځونکي بللې ده .

همدرااز سی این این ټيلیویژنی چینلهم بیګا په یوه راپور کې له کرونا ویروس  سره دمقابلې په باب د امریکائي چارواکو ګډو ډو  اوسربداله څرګندونو ته په اشارې سره وئیلی دي،دامریکا زیاتره لوړپوړي چارواکي  په دغه هیواد کې د کرونا ویروس دخوریدا په هکله  قانع کونکی ځواب نه لري  او مسئولیّتونه پر یوه بل اچوي . د امریکا د مشرانو جرګې یوه استازي سناتور جان کنډی  په دغه هیواد کې  له کرونا  ویروس سره دمقابلې لپاره  د ماسک اوجراثیم کش  موادو دکمښت په باب خبر داری ورکړی او وئيلي ئې دي ،د کرونا ویروس خوریدا له امله دامریکا چارواکي لالهانده شوي او  دمخنیوي په خاطر هیڅ وارمخګې پروګرام نه لری  او د امریکا ولس ئې  دکرونا ویروس د خوریدا په وړاندې بې اسرې پریښودلی دی .

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه