Mar 10, 2020 15:47 Asia/Kabul
  • د کروناویروس د خپریدا نړیواله خطره ډیره جدي ده

ایران ته د روغتیا دنړیوالې ادارې دلیږدول شوي پلاوي مشر ریچرډ برنن هم نن ددې خبرې په کولو سره چې د خوریدونکو ناروغیو په تیره بیاد کرونا ویروس د خوریدود کنټرولولو ترټولو مهم اورګان ، د خلکو او اړونده ادارو ترمینځ ملګرتیا ده ، وئیلي دي،په ایران کې دغه شان شی په ډير ښه ډول لیدل کیږي او اسلامی ایران د کرونا د کنټرولولو لپاره بشپړ تیار دی .

 روئيټرز خبری آژانس راپورورکړی،  د روغتیا نړیوالې ادارې  عمومی منشي ټډرس ایډهنم ګبریسس  بیګا ددغې موسسې  په مرکز  جینیوا کې  په یولړ څرګندونو کې خبرداری ورکړی ،  اوس چې  ددغه خوریدونکي ویروس د پلۀ پل په ډيرو هیوادونو کې  رابرسیره شوی دی ، د درستو دککړیدا  خطره ډيره حقیقي شوې ده . 

  ایډهنم  ټينګار کړی ، د کرونا د خوریدا له امله د مړینو اککړتیاؤ  اندازه ډيره زیاته ده ، او باید  دځوان اوبوډا  لپاره  ویش ته قایل نه شو .

 د روغتیا د نړیوالې  موسسې  عمومی منشي همدرااز وئيلي دي ، په چین کې په کرونا ویروس ککړ څه دپاسه اویا فی صدي کسان له درملنې وروسته ښه شوي دي .

 که څه هم د روغتیا د نړیوالې موسیسې د بیړني پروګرام  اجرائي مدیر مایک رایّن باؤري دی ، اوس چې  په کرونادککړتیا موردونه د نړۍ په څه دپاسه سلو هیوادونو کې  راپور شوی دی ،  او دغه راز ئې څه دپاسه یو لک کسان  ککړ کړي دي ،اوس وخت رارسیدلی چې  شاته وګرځو او  په دې فکر وکړو چې  تیره اونۍ  یوازې دیرش هیوادون ، د کرونا ویروس له امله  له ناروغیو سره لاس اوګریوان شوي وو .

داپه داسې حال کې دي چې  ایران ته د روغتیا دنړیوالې ادارې  دلیږدول شوي پلاوي مشر ریچرډ برنن  هم  نن ددې خبرې په کولو سره چې د خوریدونکو ناروغیو په تیره بیاد کرونا ویروس د خوریدود کنټرولولو ترټولو مهم  اورګان ، د خلکو او اړونده ادارو ترمینځ ملګرتیا ده ، وئیلي دي،په ایران کې دغه شان شی په ډير ښه ډول لیدل کیږي او اسلامی ایران د کرونا د کنټرولولو لپاره بشپړ تیار دی .

 

ټیګونه

کمنټونه