Mar 20, 2020 06:43 Asia/Kabul
  • د جاپان جوړې ګولې د کورنا لپاره ګټه لري

زمونږ خبریال وايي د چین حکومت ویلي دي د جاپان جوړې ګولې یعني انیټي انفلونزا ایویګن درمل چې د عام نزلې او زکام پرضد استعمالیږي د کورونا وایروس د درملنې لپاره مثبت ثابت شوي دي .

د چین حکومت زیاته کړي ده چې په هیواد کښې ځینو ډاکټرانو د کورونا وایروس ناروغانو ته د جاپان اینټي انفلونزا ایویګن ګولې  ورکړي دي چې دغه ګولې  مثبتې ثابت شوي او خپل اغیز یې ښودلی دی .

د چین حکومت ویلي دي چې د هیواد ډاکټرانو د جاپان هیواد د نزلې او د زکام پرخلاف جوړې ګولې  د کورونا وایروس ناروغانو ته ورکړي دي او له کبله یې دغه ناروغان ښه شوي او دهغوې د سګو حالت هم ښه شوی دی .

د چین ډاکټرانو وویل په ووهان ښار کښې چې کله  د کورونا وایروس ناروغانو ته د جاپان هیواد د نزلې او د  زکام پرخلاف جوړې ګولې ورکړل شوې نو په هغو کښې کورونا وایروس منفي شو او کومو کسانو ته چې دغه ګولې نه وې ورکړل شوي نو هغوې له یولسو (۱۱) ورځو وروسته ښه شول .

دچین د ټیکنالوژۍ وزیر زهنګ زنمن وویل د جاپان جوړې ګولې د کورونا وایروس د درملنې لپاره ډیرې اغیزشیندونکي  دي .

 

ټیګونه

کمنټونه