Mar 30, 2020 05:15 Asia/Kabul
  • بریتانیا ، فرانسې او ایټالیا کښې کورونا ډیر کسان وژلي

زمونږ خبریال وايي په انګلستان، ایټالیا او فرانسې کښې د کورونا وایروس د وژل شویو کسانو شمیر زیات شوی .

د بریتانیا د روغتیا وزارت پرون وویل په تیرو شلو (۲۰) ساعتونو کښې د کورونا وایروس له کبله د وژل شویو کسانو شمیر دوه سوه شپاړسو (۲۱۶) ته ورزیات شوی او په دغه هیواد کښې د دغه ناروغۍ له کبله تراوسه دولس سوه پینځه دیرش (۱۲۳۵) کسان وژل شوي دي .

د انګلستان د روغتیا وزارت وویل په ټول هیواد کښې نولس زره او پینځه سوه دوه ویشت (۱۹۵۲۲) کسان په کورونا وایروس ککړ شوي دي .

د ایټالیا د ناڅاپه پیښو کمیټۍ هم د نویو شمیرنو په اعلانولو سره وویل په هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اوه نوي زره او شپږ سوه نهه اتیا(۹۷۶۸۹) کسانو ته ورزیات شوی دی .

په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د اوه سوه شپږپنځوسو (۷۵۶)نورو کسانو په وژل کیدا سره په ایټالیا کښې د کورونا وایروس له کبله د  مړو شویو کسانو شمیر لس زره او نهه  سوه نهه اویا (۱۰۹۷۹) کسانو ته ورزیات شوی دی .

د فرانسې د روغتیا وزارت هم وویل د نورو دوه سوه دوه نوي (۲۹۲) کسانو په وژل کیدا سره په دغه هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو شمیر اوس دوه زره او شپږ سوه شپږو (۲۶۰۶) ته رسیدلی دی .

په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په فرانسې کښې په کورونا وایروس دوه زره او پینځه سوه نهه نوي (۲۵۹۹) نور کسان ککړ شوي او د ککړو  کسانو شمیر څلویښت زره او یوسل څلور اویا (۴۰۱۷۴) کسانو ته ورزیات شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه