Apr 01, 2020 16:05 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا ویرس له ککړوکسانو څه د پاسه ۱۵ زره کسان ښه شوي دي

هغه زیاته کړه: تر اوسه په ایران کې له کرونا سره مقابلې د لامبندۍ په پروګرام کې تراوه شپیته(۶۷) میلیونو زیات کسان چیک شوې دي.

د ایران د روغتیا د وزارت د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن له خبریالانو سره په مرکه کې په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمېر اوه څلویښت  زره پینځه  سوه درې نوی تنه اعلان کړ او وې ویل په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۱۳۸ کسان وژل شوی دي چی له بده مرغه اسو د وژل شویو کسان شمیر درې شپږ دیرشو ته رسیدلې دې .

هغه زیاته کړه:  تر اوسه  په ایران کې  له کرونا سره  مقابلې د لامبندۍ په پروګرام کې تراوه شپیته(۶۷)  میلیونو زیات کسان چیک شوې دي.

د ایران د وسله والو ځواکونو په مرسته د دولت له مخنیوونکو او درملیزو پروګرامونو سره په یو وخت، په وخت د تشخیص، په ککړو کسانو سره د اړیکي لرونکو کسانو د معلومولو، د ناروغانو د قرنطینه کولو او د ککړو کسانو د درملنې کار د ولس په  ملګرتیا سره په چټکۍ سره روان دی.

د وروستیو شمېرنو له مخې تر اوسه د نړۍ څه د پاسه ۲۰۰ هیوادونو کې کرونا وایرس خپور شوی  دی او تراوسه لږ تر لږه ۴۲ زره کسان وژل شوی دي .

 

ټیګونه

کمنټونه