Apr 05, 2020 06:44 Asia/Kabul
  • د حضرت علي اکبر علیه السلام د زوکړې کلیزه مو مبارک شه

د شعبان د میاشتې یوولسمه نیټه د امام حسین علیه السلام د زوي حضرت علي اکبر د ولادت کلیزه ده چې په ایران کښې د ځوانانو د ورځې ته توګه هم نمانځله کیږي.

حضرت علي اکبر علیه السلام د ۳۳ هجري قمري کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته راغی. د هغوي پلار حضرت امام حسین علیه السلام د نړۍ د شیعیانو دریم امام دی او د مور نوم یې لیلی بنتِ ابي مرة دی.

امام حسین علیه السلام خپل زوی حضرت علي اکبر په خلقت او پنځون، اخلاقو او روحي صفاتو او همداشان په ګفتار او ټولنیزو آداتو کښې، د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) ته ترټولو ورته کس بللی دی.

حضرت علي اکبر علیه السلام د ۶۱ قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په لسمه نیټه د عاشورا په پیښه کښې د خپل قدرمن پلار او د هغه حضرت د باوفا ملګرو سره یوځاې شهید شو او په کربلا کښې د امام حسین په خوا کښې خاورو ته وسپارل شو.

د حضرت علي اکبر علیه السلام د زوکړې کلیزه د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د ځوان ورځ نوموله شوې ده نو مونږ هم د خوشالۍ په دې موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو ګرانو مینه والو ته مبارکي وایو.

 

ټیګونه

کمنټونه