Apr 06, 2020 07:27 Asia/Kabul
  •  د انګلستان لومړی  وزیر  په روغتون کې بستري شو

سرچینو وئیلي دي ،چې بوریس جانسن ته د مصنوعي آکسیجن د دلګولو تجهیزاتو په خاطر روغتون ته بیول شوی دی او بدني وضعیّت ئې ترینګلی ښودل کیږي .

 د انګلستان د لومړي وزیر دفتر  دیوې خبرتیا په خپرولو سره  وئیلي دي ، په کرونا ویروس د انګریز لومړي وزیر بوریس جانسن  د ککړیدا له لسو ورځو تیریدا وروسته  هغه بیګا  دلازیاتو ازمیښتونو او درملنې په موخې سره  په روغتون کې بستري شوی دی .  همدرااز خبرو سرچینو وئیلي دي ،چې  بوریس جانسن  ته د مصنوعي آکسیجن  د دلګولو تجهیزاتو په خاطر  روغتون ته بیول شوی دی  او بدني وضعیّت ئې ترینګلی ښودل کیږي .

په یوه بل خبر کې وئیل شوي دي چې   په ترکیې کې هم د کرونا ویروس خوریدا زیاته شوې او  په تیر شواروز کې  په دغه هیواد کې  دقرباني شوو کسانو شمیر  هم درې اویا تنو ته رسیدلی  چې  ترپرون ناوخته پورې په ترکیې کې د کرونا ویروس له  امله د مړو شوو کسانو شمیر پنځه سوه څلور اویا تنو ته رسیدلی  او دککړو کسانو شمیر  هم  په تیر شوارزو کې درې زره یو سل پنځه دیرش ښودل شوی چې  په ترکیې کې تر پرون ناوخته پورې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر اوه ویشت زره  نهه شپیتو تنو ته زیات شوی دی  او په زیاترو ښارونو اوسیمو کې  هم لاک ډاؤن اعلان شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه