Apr 06, 2020 15:01 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا ویرس له ککړوکسانو څه د پاسه۲۴ زره کسان ښه شوي دي

په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۱۳۶ کسان وژل شوی دي چی له بده مرغه د وژل شویو کسان شمیر درې زره اوه سوه نهه دیرش ته رسیدلې دې .

د ایران د روغتیا د وزارت د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن له خبریالانو سره په مرکه کې په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمېر شپیته  زره پینځه  سوه تنه اعلان کړ او وې ویل په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۱۳۶ کسان وژل شوی دي چی له بده مرغه د وژل شویو کسان شمیر درې  زره اوه سوه نهه دیرش  ته رسیدلې دې .

د ایران د وسله والو ځواکونو په مرسته د دولت له مخنیوونکو او درملیزو پروګرامونو سره په یو وخت، په وخت د تشخیص، په ککړو کسانو سره د اړیکي لرونکو کسانو د معلومولو، د ناروغانو د قرنطینه کولو او د ککړو کسانو د درملنې کار د ولس په  ملګرتیا سره په چټکۍ سره روان دی.

د وروستیو شمېرنو له مخې تر اوسه د نړۍ څه د پاسه ۲۰۲ هیوادونو کې کرونا وایرس خپور شوی  دی او تراوسه لږ تر لږه ۷۰ زره کسان وژل شوی دي .

 

ټیګونه

کمنټونه