Apr 08, 2020 04:48 Asia/Kabul
  • کورونا وایروس د امریکا ۱۲۰۰۰ ښاریز وژلي دي

فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د کورونا وایروس له کبله تراوسه دولس زره (۱۲۰۰۰) کسان مړه شوي دي .

د امریکا رسنیو بیګا وویل په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر درې لکه پینځه اتیا زره او اته سوه اته دیرش تنو ته رسیدلی دی چې دولس زره او اوه سوه اوویشت ترې مړه شوي هم دي .

امریکا همدا اوس په کورونا وایروس د ککړو هیوادونو په سر کښې ده او دغه هیواد د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو له پلوه له ایټالیا او اسپانیا وروسته په دریم (۳) لمبر کښې ورغلی دی  .

د امریکا حکومت چې له نورو هیوادونو ډیر په ځنډ سره یې په کورونا وایروس د ککړو کسانو تشخیص او ازموینو ته مخه کړي ده همدا اوس د زیاتو ناروغانو په دلیل د طبي تجهیزاتو او د تشخیص د کیټونو له کمښت سره مخ ده .

د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او  څو ورځې مخکې ویلي وو امریکا به په نږدې راتلونکي کښې نورو هیوادونو ته د کورونا وایروس د انتقال په ستر مرکز بدله شي .

 

ټیګونه

کمنټونه