Apr 08, 2020 05:56 Asia/Kabul
  • کورونا وایروس د انګلستان ۶۲۰۰ ښاریز مړه کړي دي

فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا د روغتیا وزارت په هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د وژلې شمیر څه د پاسه شپږ زره او دوه سوه تنه اعلان کړ .

د بریتانیا روغتیا وزارت پرون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس نور اته سوه څلور پنځوس ککړ کسان مړه شول او د مړو کسانو شمیر اوس  شپږ زره او دوه سوه اویشتو ته رسیدلی دی .

په انګلستان کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اوس کابو پینځه پنځوس زرو ته رسیدلی دی .

د بریتانیا د حکومت د طبي چارو سلاکار نائل فرګوسن خبرداری ورکړی دی په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د وژلې شمیر شلو زرو ته د رسیدا امکان شته .

بل خبر داچې د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا هم بیګا وویل په  هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو شمیر اوه سوه پینځویشت (۷۲۵) تنو ته رسیدلی دی .

هغه په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په ترکیې کښې په کورنا وایروس د درې زره او اته سوه دوه نوي نورو  کسانو د ککړیدا خبر ورکړ او ویې ویل په  دغه هیواد کښې تراوسه په دغه وایروس څلوردیرش زره او یوسل نهه کسان ککړ شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه