Apr 08, 2020 06:28 Asia/Kabul
  • د کورونا د مړو کسانو جنازې په سړکونو پریښودل شوې

زمونږ خبریال راپور راکړی د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو مړي په سړکونو باندې پریښودل شول .

دغه پیښه د جنوبي امریکا په ایکواډرو هیواد کښې هغه وخت رامینځته شوه کله چې د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو خپلوانو د هغوې مړي په سړکونو پریښودل .

د کورونا وایروس له کبله په ټوله دنیا کښې کار کسب بند شوي او حکومتونو او خلکو ته یې زیات اقتصادي تاوانونه رسولي او ډیر خلک بې روزګاره شوي هم دي .

د اقتصادي تاوانونو عملي بیلګه د جنوبي امریکا په ایکواډور هیواد کښې هغه وخت ولیدل شوه کله چې د مړو کسانو لپاره تابونه کم شول .

په ایکواډور هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله تراوسه یوسل اویا (۱۷۰) کسان مړه شوي دي خو د کاروبار دبندیدا او د دغه خطرناکۍ ناروغۍ له کبله خلکو مړي په سړکونو باندې پریښودلي دي .

د جنوبي امریکا په ایکواډور هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو خپلوان په دې تمه ناست وو چې حکومت به د مړو کسانو مړي یوسي خو په دې تمه تمه کښې درې (۳) ورځې تیرې شوې او حکومت د مړو کسانو مړي یونه وړل بلکې هلته په سړکونو پراته وو .

د جنوبي امریکا د ایکواډور هیواد د روغتیا وزارت وویل د کورونا وایروس له کبله په هیواد کښې یوسل اویا (۱۷۰) کسان مړه شوي او زیاته یې کړه چې تابوتونه نشته .

د ایکواډر هیواد ښاریز د خپلو مړو خپلوانو د جنازو لپاره له کارډبورډ څخه د تابونو جوړولو ته مجبوره شوي دي .

کله چې د جنوبي امریکا د ایکواډور هیواد خلکو د دغه پیښې په هکله په اینټرنیټ عسکونه او ویډیوګانې خپرې کړې نو د ولسمشر مرستیال اوټو سونین نولزنر د مړو کسانو لپاره د تابونو د نه برابرولو په وجه بښنه وغوښتله .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه