Apr 08, 2020 12:41 Asia/Kabul
  • نن شپه په درستې نړۍ کې د یامهدي ادرکنی چغه پورته کیږي

د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .

زمونږخبریال راپورراکړ  په درستې نړۍ کې په تیره بیا په درست ایران کې  نن ماښام  د نړۍ د ژغورونکي  او د زمانې د امام حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف  دنیکمرغه زوکړې له کلیزې سره  په یووخت ، د جوماتونو،  او کورونو  له بامونو څخه د  یا مهدي ادرګني چغې پورته  کیږي  او پاک پروردګاره د هغه بزرګوار د ظهور فریادونه کیږي .

 د شعبان  د میاشتې پنځلسمه نیټه د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د یوه پاک لموسي ا و  دامامت د  آسمان ددولسم ځلانده ستوري   او د زمانې د امام حضرت امام مهدی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې کلیزه ده .

په درستې نړۍ په تیره بیا په ټول ایران کې  د تیرو کلونو په اپوټه سږکال د کرونا ویروس د خوریدا په دلیل ، د اسلامی ایران د اسلامی تبلیغاتو د غږمله شورا د اعلامیې په اساس نن شپه   د ایران د وخت په اساس پاؤ کم نهه بجې له جمکاراهن مقدس جومات او د حضرت امام رضا علیه السلام  له پاک حرمه  د آل یاسین زیاتر او دعای فرج په ژوندي ډول او له کومې غونډې پرته خپریږي.

په دغې  اعلامیې کې  زیاته شوې ، دایران درست ولس به هم نن شپه نهه بجې د خپلو کورونو   او ودانیو د پاسه د : یامهدي ادرکني چغې پورته کړي .د تقلید درستو مراجعو هم له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د روغتیائي تدبیرونو او دستورالعملونو  په بشپړ رعایتولو  په ټينګار سره  نیمه شعبان یا د برات شپه  د دغه منخوس ویروس  د له مینځه وړلو لپاره  په الهي درګار کې د دعا لپاره ښه فرصت بللی دی .

د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت  دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه