Apr 09, 2020 14:12 Asia/Kabul
  • نن سبا ژغورونکي ته د انسانیت ضرورت په تاریخ کښې کم سارې دی

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې نن سبا په دنیا کښې بې عدالتي له علم څخه کار اخلي یعنې پرمختللی علم د بې عدالتۍ او پر ولسونو د سلطې په خدمت کښې دی، ټینګار وکړ: د حضرت بقیة الله الاعظم(عج) ستره دنده په دنیا کښې د عدل او انصاف واکمنول دي.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د قائم آل محمد (عجل الله تعالی فرجه الشریف) د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت یوه وینا کښې، په دې خبرې سره چې د انسان په تاریخ کښې داسې یو پړاؤ ښايي ډیر کم تیر شوی وي چې په ټوله نړۍ کښې انساني پرګنو د اوسنۍ زمانې په اندازه یو ژغورونکي ته د اړتیا احساس کړې وي، زیاته کړه: که عالمان او پوهان  دي چې په آګاهۍ او پوهې سره د دې ضرورت احساس کوي او که عام خلک چې په غیراختیاري توګه یا په بې خبرې کښې یو منجي او مهدي ته اړتیا احساسوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود دې ټکي ته په اشارې سره چې نن سبا پس له دې چې بشریت له کمیونزمه واخلې تر لویدیځې لیبرل ډیموکراسۍ پورې ډول ډول مکاتب او مسلکونه تجربه کړل خو بیا هم انسان د آرامښت احساس نه کوي، څرګنده کړه: د دې حل د معصوم امام په توانمن لاس یو الهي قدرت ته ضرورت لري او په دې وجه د حضرت امام زمان علیه السلام ستر ماموریت او دنده د عدل او انصاف راوستل دي.

ټیګونه

کمنټونه