May 04, 2020 15:19 Asia/Kabul
  • زکام -۲

د پروګرام په مخکنی برخه کی د زوکام یو لنډ تعریف مو تاسوته وړاندی کړل، ددې پروګرام په دوهمه برخه کی د زوکام او د هغه د مخنیوي په اړه به لازیات معلومات درکړو.

د پروګرام په مخکنی برخه کی د زوکام یو لنډ تعریف مو تاسوته وړاندی کړل، ددې پروګرام په دوهمه برخه کی د زوکام او د هغه د مخنیوي په اړه به لازیات معلومات درکړو.
یادونه کوو چي په دې پروګرام کې د متخصصو ډاکټرانو نظرونه هم تاسو ته وړاندي کیږي.
ستاسو د ملګرتیا په هیله، په دې برخه کي هم به د تکړه ډاکټر او د عفوني ناروغیو متخصص ډاکټر احمدی نظر تاسوته  وړاندې شي.
زوکام او انفلوانزا په معمولي توګه په ژمي کي زیاتیږي، لکه چی مخکی مو وویل د زوکام او یا هم د انفلوانزا وېرس د پزی او یا هم د خولی له لاری بدن ته  ننوځي، دا په داسی حال کی دی چی پزه د مېکروبونو سره د مقابلې لپاره یوه پېچلې دفاعي مکانېزم لري خو د سړې هوا سره د پزي د مجراوو د سړېدو سبب ګرځي نو په نتیجه کی وېرسونه د زیاتي مودې لپاره  هلته پاتي کیږي او بدن ته د ننوتلو لپاره لاره پیدا کوي.
د بلي خوا څخه په ژمي کي د (یووی) لایت اندازه هم د دوبي په پرتله کمه وي چی په بدن کی د وېټامین ډي تولید هم اغېزمن کوي، وېټامین ډي بیا د مېکروب د ضد مولیکولونو په تولید کي مهم رول لوبوي نو په دې خاطر ځیني په دې باور دي چی په ژمي کي د وېټامین ډي په مصرف سره د انفلونزا مخنیوي کولای شي. دا په داسي حال کی دی چی د یوې نوې څېړني له مخي په بدن کی په لوړه کچه د وېتامین ډي شتون په دې زمینه کی هیڅ اغېز نه شي درلودلای.
تر لسو ورځو زیات د زوکام دوام، د غوږونو او پزي څخه د ژیړو ترشحاتو بهېدل، تندي او سر باندی شدید دردونه، د ۳۸ درجې نه زیاته تبه، د اواز نښتېدل، د ستوڼي سُوځیدل او دوامداره ټوخي  هغه نښي دی  چی د لیدلو په صورت کی  یې باید ډاکټر ته  لاړ سو.
ماشومانو لپاره بیا دا نښې لږ څه توپیر لری، د هغو نښو سربېره که چیري تبه تر درو ورځو زیات دوام وکړي، د نس درد او اولټۍ، خواب آلودګي، د سینې غږارۍ، اشتها نشتوالي په صورت کی باید حتما ډاکټر ته مراجعه وشي.
د زوکام د وېرس جورښت چی په متواتره توګه تغییر کوی او هره پلا نوې بڼه اخلي ځکه نو سړی په یوه کال کی څو ځلي په زوکام اخته کیږي. زوکام ځانګړی واکسین نه لري ددې لپاره چی مرض باندی د اخته کېدو شانس مو راکم شي د ځینو مسایلو رعایتول په کار دی.
د هغو کسانو څخه چی په زوکام اخته وي کم از کم دېرش سانټۍ متره لیري  شی که چیري په یوه بنده فضا کی قرار لری نو خپل مخ واړوئ،
د مریض سړي څخه وغواړئ چی د ټوخي او د اتروشي پر وخت د کاغذ تشناب څخه استفاده وکړي تر څو وېرسونه په هوا کی تیت او پرک نه شي، ددې نه وروسته تر ټولو مهم کار د لاسو وينځل دي.
په عمومی توګه د زوکام وېرس تر درې ساعته پوری د څیزونو پر سطوحو باندي ژوندي پاتي کیږي، نو په پزه، سترګي او خوله باندی د ککړ لاس لګول  نه دی په کار، څه وخت چی د چار چاپېر هوا وچه وي او د هوا د جریان لپاره لاره موجوده نه وي نو د پزي د وچېدو سبب ګرځی او پزه کی د مخاطو ترشح کمیږي چی هم دې موقې نه په استفاده ويرس پزي ته ننوځی او سړي په مرض اخته کوي.
په دې خاطر خپل کور او یا د کار په چاپېریال کی چایجوښ وایښوئ تر څو هوا کی رطوبت پیدا شي.
د مایعاتو څخه باید استفاده وکړو تر څو د بدن مخاطونه مو نمجن پاتي شي، طبیعي او کافي ترشحات ولري، که چیري زموږ په ماحول کی څوک په زوکام اخته وی نو پکار دی چی د هغه سره د ګډو څیزونو د استفادې نه ډډه  وکړو او د مریض څخه وغواړو چی د ماسک څخه استفاده وکړي. همدارنګه د لوښو د پریولو د نلۍ پاک ساتنه کولای شي چی د مریضۍ په خپرېدو کی اغیزمن واقع شی.
که په زوکام اخته سوی یاست نو ښه دی چی ارام وکړئ او کار ته لاړ نه شی ځکه بدن مو ارام ته ضرورت لری او نورو خلګو کی به زوکام نه خپروئ.
که چیری اولادنه مو په زوکام باندی اخته شو مکتب ته یې مه استوئ او هوا مرطوبه کړئ او په یو ګیلاس اوبه او نیمه قاچوغه تصفیه شوې مالګي سره د ستوڼي سُوَی را کم کړئ. د چای، شهد، لیمبو او سوپ او نورو ګټورو خوړو څخه استفاده وکړئ.
کنزلي، زوڼی، ډول ډول کبان او د کتان دانې استعمال کړئ ځکه چی دغو خوړو کی امګا ۶ او امګا ۳ غوړ اسیدونه موجود دي، دا غوړ اسیدونه د زوکام د عفونت پر وړاندي د مقابلې لپاره د سا اخیستني د سیسټم سره کومک کوي.
د وېټامین سي څخه منظمه استفاده کولای شي د زوکام دوره او زور راکم کړي، مرچک، بند ګوبی، سېب یا مڼه، مالټې، مېټۍ او اسټرابیري کی وېټامین سي موجود دي، د اې وېټامین کمښت هم کولای شي ماشومانو د سا د اخیستلو په سیسټم کی د عفونت د پیدا کېدو سبب شي.
ګازري، ماړو کډو، زردالو، ام، سابه، کبان، هګۍ او د غوا په غوړو کی داې ويتامین کچه ډېره زیاته ده.
 د بدن د دفاعی سیسټم د پیاوړتیا لپاره په کار دی د غوښو، شیدو، حبوبات او غَلّو څخه استفاده وشي ځکه چی پکښې د اي، بي ۶ او بي ۵ د وېتامینونو کچه زیاته وي، لوبیا، لبو او ډوډۍ کی هم زیاته اندازه فولیک اسید شته.
د چرګ یخني د پاړسوب درمل دی چی سینه او غاړه صفا کوی په دې کار سره وېرسونه هم د پزي د جدارونو څخه جلا کیږي چی د  مرض د نښو په له منځه وړلو کی ستر رول لوبوی.
سیګرېټ د زوکام د نښو د زیاتوالې سبب ګرځی، دا مو هم په پام کی وي چی د کوټې هوا هم ډېره ګرمه نه شی چی بیا تاوان پېښوي. 
ځینی داکټران پخپل سر ناروغ ته دګزامتازون ورکوی کېدلای شي د زوکام نښې د څو ورځو لپاره له منځه یوسي خو وېرس د ناروغ په بدن کی پاته کیږي او څو ورځي وروسته د زوکام نښې بیرته ځان ښکاره کوي.
په دا وروستیو کی د اسټنفورډ او د کالیفرنیا د پوهنتون د طبي علومو متخصصین اعلان کړ چی د زوکام د وېروسونو د مقابلې لاره یې پیدا کړي ده.
دا متخصصین د جنیتیک اینجرینګ په مرسته د موږکانو په بدن کی د هغه پروټین د تولید مخه نیولې چي د زوکام د اخته کېدو زمینه برابروي.
د دې پوهنتون پوهنیار وایي: د دغه پروټین نشتوالي د موږکانو بدن د زوکام د وېرس په مقابل کی خوندی کړی دی، دا متخصصین هیله لري چی ددغي لاري د زوکام د مرض د نه اخته کېدو لپاره یوه مناسبه درملنه جوړ کړی. د دغو څېړونو پایلي د نیچر مایکروبیولوجی مجله کی چاپ شوي دی.
ددې لپاره چی تاسي وپوهېږئ چی د زوکام د مخنیوی اودرملني لپاره څه کول په کار دی، په اړه یې وضاحت د عفوني ناروغیو متخصص،  داکټر احمدی څخه بې واورو.
محترم احمدی صاحب د یو معمولی زکام او د انفلونزا د نښو تر مینځ څه توپیر شته او څنګه باید پوه شو چی زکام مو سطحی او که انفلونزا باندی اخته شوي یو.

 

ټیګونه

کمنټونه