May 22, 2020 05:58 Asia/Kabul
  • د امریکا یوشمیر سناتورانو اسرائیلو ته ګواښ وکړ

زمونږ خبریال وايي د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې اتلسو (۱۸) غړیو پرون له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو په هکله صهیونیسټ رژيم ته خبرداری ورکړ .

د امریکا د مشرانو جرګې سینا اتلسو(۱۸) غړیو د یوه (۱)لیک په لاسلیک کولو سره په صهیونیسټ رژیم غږ وکړ چې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو په هکله د خپلې فیصلې له اجرا کولو ډډه وکړي .

د امریکا د ډیموکراټ ګوند دغو اتلسو (۱۸) سناتورانو په دغه لیک کښې ټینګار کړی که چیرې صهیونیسټ رژیم  له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې په یوځاې کولو ټینګار وکړي او هغه اجرايي کړي دغه چاره ناخوښې پایلې لرلی شي .

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څه موده مخکې وویل د اسرائیلو تر نیواک لاندې سیمو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو پلان به په راتلونکو میاشتو کښې عملي شي .

دغه موضوع د پیړۍ د توکمپال پلان یوه(۱) ماده ده کوم چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادي کال د جنورۍ په اتویشتمه (۲۸) نیټه نندرې ته وړاندې کړ .

د پیړۍ معامله د امریکا د حکومت لخوا یو(۱) نوی پلان دی چې د فلسطین د خلکو د حقوقو د ضایع کولو هڅه کوي او دغه پلان د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په شمول د ځینوعربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابر کړی شوی دی .

د دنیا ډیرو هیوادونو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو او مشرانو په تیره بیا مسلمانانو دغه پلان په کلکه غندلی دی .

امریکا د فلسطین د  خلکو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو او دنیواکګرۍ اصلي ملاتړي ده

 

ټیګونه

کمنټونه