May 23, 2020 12:52 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳-۳-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

د تهران چاپ ټولو ورځپاڼو نن په خپلو نننيو ګڼو کښې د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... سيد علي خامنه اي وېناوې په سر کښې راخېستې دي چې له دغو څخه وړومبې رسالت  ورځپانه را اخلو، دغه ورځپاڼې ليکلي معظم رهبر وفرمايل: د صهيونېسټ رژيم حالت به په راتلونکو وختونو کښې لا زيات سخت شي او صهيونېسټ وائرس به له منځه لاړ شي.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطين په ټولو زمکو کښې د جهاد د ډګر د پراختيا او د مبارزې د دوام په ضرورت باندې په تاکيد سره واضحه کړه: بې له شکه به د صهيونېزم وائرس زياته موده ونه پائي او د ځوانانو په همت او ايمان سره به يې  جرړې له دې سيمې څخه اوځي او له منځه به لاړ شي.

دوي د اسلامي انقلاب له کاميابۍ، د مقاومت د محاذ له راڅرګندېدو او د مبارزانو په ګټه دقوت د موازنې له بدلېدو وروسته د نوي باب پرانېستل کېدو ته په اشارې سره د اوسني ستر او سپېځلي جهاد دوام په اړه اوۀ مهمې سپارښتنې بيان کړې.

«په يوازې د فلسطين يا له زيات نه زيات په عربي مسئلې پورې د فلسطين د موضوع نه محدودول»، «له بحر نه تر نهره د فلسطين د ټولو زمکو آزادي او خپل ټاټوبي ته د ټولو فلسطينيانو ستېدل»، « په ظالمو لويديځو قوتونو او وابسته نړيوالو ټولنو او د سيمې په ځينو پېروکارو و بې عزته حکومتو  باندې له اعتماد کولو ډډه کول»،«په اسلامي نړۍ کښې د غېرتمنو ځوانانو جدي غوښتنه او مطالبه»، «هلاکونکو او زيان رسونکو واقعيتونو سره مبارزه»، د فلسطين په ټولو زمکو کښې د جهاد د ډګر پراختيا او د مبارزې دوام» او « د فلسطين د ټولو دينونو او قامونو د يو رېفرېنډم جوړول» د حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي اوۀ سپارښتنې وې.

معظم رهبر زياته کړه: د نړيوال استکبار او صهيونېزم مهم سياست د مسلمانو ټولنو په ذهنونو کښې د فلسطين د مسئلې پيکه کول او هېرول دي خو ترټولو فوري دنده له دغه خيانت سره مبارزه ده او په پرېکنده توګه  د مسلمانو ملتونو غېرت او په ځان باندې اعتماد او هوښياري به يې هيڅکله د هېرولو اجازه ورنکړي.

-----------------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني له قوله وليکل: قدس شريف به هيڅکله هېر نه کړې شي او د ظالمانو په قبضه کښې به پاتې نه شي. ولسمشر  پرون د کابينې په غونډه کښې د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپله وېنا کښې زياته کړه، د فلسطين  د خلقو وروستۍ کاميابي به زر يا يا بس د فلسطينيانو په ټينګ اودرېدنې، مقاومت اوسپنيزې ارادې سره ترلاسه شي. هغه تاکيد وکړ چې د اسلامي ايران خلق په هيڅ وجه د فلسطينيانو په خلاف ظلم او تېرې نه قبلوي  او نه شي يې زغملې.

-------------------

جوان آنلائن ورځپاڼې د الميادين چېنل په نقل سره د لبنان د حزب ا... د مشر سيد حسن نصرا... وېناوې راخېستې او ليکي:

سیدحسن نصرا... د قدس ورځې په مناسبت په خپله  وینا کښې په دې باندې په تاکيد سره چی صیهونیسټ رژیم یو غیر قانونی رژیم ، د فسادجرثومه  ، نیواکګر ، تیری ګر او سرطانی غده ده او باید له مینځه لاړه  شی وویل فلسطین له بحره تر نهره د فلسطینی خلقو ټاټوبی دے او بایدخپل ټاټوبی ته ستانۀ شي .

سید حسن نصر ا... د فلسطین دازادۍ لاره وسله وال مقاومت وبلۀ .

ده زیاته کړه د فلسطین خلق په ظاهره له اسراییلو سره جنګیږي خو په باطن کې دا نښته او مقابله له امریکې سره ده .

--------------

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بيا د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د اسلامي ايران د خارجه وزير بيانيه راخېستې او ليکي:  محمد جواد ظريف نن جمعه د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: اسرائيلي رژيم يوازينے لورے دے چې په سيمه کښې ايټمي وسله لري او د نړيوالې صلحې او امنيت لپاره يو ډېر لوے ګواښ  دے.

هغه په دې باندې په تاکيد سره چې د قدس نړيواله ورځ د فلسطين دخلقو د حقوقو د راژوندي کولو او د غاصب اسرائيلي رژيم د نابودۍ ورځ ده يادونه وکړه: د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه دسيسې ثابته کړه چې واشنګټن د تيريګر شريک دے او څه اميد ورته نه شي لرل کېدې. هغه زياته کړه د فلسطين د مسئلې حل لاره د رېفرېنډم جوړول دي.

----------

اوس هم د پاکستان چاپ ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼه را اخلو دغې ورځپاڼې په سر کښې په  دغه هېواد کښې د مسافر وړونکې الوتکې د غورزېدو خبر په ورکولو سره ليکلي دي: له لاهور نه کراچۍ ته تلونکې الوتکې د غورزېدو له کبله لږ تر لږه شپږ نوي  تنه ووژل شول.ورځپاڼه زياتوي د پاکستان له لاهور ښار نه کراچۍ ښار ته تلونکے د پي آئي اے هوائي چلن مسافر وړونکې الوتکه پرون له غرمې وروسته د کراچۍ په هوائي ډګر له کوزېدو نه څو شېبې مخکښې په استوګن سيمه وغورزېده چې پکښې په الوتکه کښې د سورو مسافرو او عملې کسانو په شمول لږ تر لږه ۹۶ تنه ووژل شول.

ورځپاڼې همدارنګ  د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د مختلفو ګوندونو او تنظیمونو لخوا د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د مظاهرو خبر ورکړې دے او ليکي چې په دغو مظاهرو کښې د سني شيعه په شمول مختلفو مکاتبو خلقو ګډون وکړ او د فلسطين د آزادۍ لپاره او د صهيونېسټ رژيم او امريکې په خلاف نعرې ووهلې او د دغو هېوادونو بېرغونه يې وسوزول.

-----------

دا هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه وېسا ورځپاڼه دا چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې  «د سولې په تړاو ابهامونه او اندېښنې لا پر ځای دي» تر عنوان لاندې سرمقاله کښې ليکلي دي: د غني او عبدالله تر منځ له سیاسي هوکړې وروسته زلمي خلیلزاد دوحې او کابل ته سفرونه وکړل، داسې تمې را پیدا شوې چې ښايي د سولې مسأله را توده شي، پر افغان حکومت او طالبانو دواړو به فشار زیات شي چې د بین الافغاني خبرو اترو یو معقول بهیر پیل شي. خو دوو مسألو دغه هیلې تر ډېره حده مړاوې کړې.

لومړی جګړې خونړۍ شوې او ولسمشر غني پر طالبانو د یرغلیزو بریدونو امر ورکړ. دوهم د طالبانو د مشر ملا هبت الله اختریز پیغام خپور شو چې له امریکا نه پر خپلو ژمنو د درېدو غوښتنه پکې شوې او دې ته اشاره شوې چې د غني حکومت ته دې اجازه نه ورکوي چې د دوی تر منځ هوکړه ناکامه کړي.

په سرمقاله کښې همدارنګ راغلي دي: د دې دواړو لوریو د دریځونو تر منځ د امریکا دوه ګونی چلن له ورایه ښکاري او د ابهام او اندېښنې ټکی همدغه دی. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته چې موږ په افغانستان کې د جګړې د توندېدو او مرګ ژوبلې د دوام شاهدان یو په دې کې دری واړه لوري شامل دي. بهرنیانو خونړۍ بمبارۍ وکړې چې ملکي وګړي پکې شهیدان شول، افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو هم داسې بریدونه وکړل چې یو بل ته د مرګ ژوبلې تر څنګ یې ولسي خلک زیات وځپل.

د سرمقالې په آخر کښې راغلي دي: دغو ټولو ستونزو، اندېښنو او اټکلونو ته یوازینی ځواب د بین الافغاني خبرو لپاره چټک او معقول ګامونه اخیستل کېدای شي.آیا په لنډه راتلونکې کې دا کېدای شي؟

ولس یې ځواب ته انتظار دی.

-------------

د کابل چاپ نورو ورځپاڼو تر ډېره د اختر په ورځو کې د ګرځ‌بندیز او روغتیایي سپارښتنو په عملي کېدو او د سولې خبرو اترو ځنډېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، 'سږنی اختر به تر نورو متفاوته لمانځو!'

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په زیاتېدو دی او په وینا یې که د اختر په ورځو کې د دې ویروس د مخنیوي لپاره اقدامات ونه‌شي لوی ناورین به رامنځته کړي.

-----------

هېواد ورځپاڼه لیکي، افغان ولس سږ کال اختر په داسې حال کې لمانځي چې د جګړې ترڅنګ کرونا ویروس هم د سلګونو افغانانو ژوند اخیستی او د لسګونو زرو نورو ژوند ګواښي!

په سرمقاله کې راغلي، فقر، بې‌کاری او بې‌وزلي نورې هغه ناوړې پدیدې دي چې د افغانانو ژوند یې سخت تریخ کړی!

سرمقاله لیکونکی لیکي، ملت سږ کال هیله لرله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو لپاره تړون وشي چې له مخې به‌یې لږترلږه راروان اختر په سوله او اوربند کې تېر شي.خو د سرمقاله لیکوونکي په وینا، داسې څه نه‌لیدل کېږي.

----------

کندهار ورځپاڼې بيا په يو خبر کښې وليکل: دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال وحيدالله مجروح د لوګر ولايت په مرکز کي له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال وحيدالله مجروح په خپله فېسبوک پانه کي ليکلي دي چې د روغتيايي خدمتونو د ارزونې په موخه يې خوست، لوګر او پکتيا ولايتونو ته سفر کړى و.

----------

 

ټیګونه

کمنټونه