May 24, 2020 13:08 Asia/Kabul
  • په درستې نړۍکې نیکمرغه اخترپه پرتم سره لمانځل کیږي

د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې پرتمینه ورځ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې دنیکمرغه کوچني اختر مبارکي وائي . اختر د ټولو مبارک شه .

زمونږخبریال راپور راکړ  په درست ایران کې  د روژې دمبارکې میاشتې  له عبادتونو او لمنځونووروسته نن د کوچني اختر دستورې  ترسره شوي البته دغه  دستورې د عیدګاهو په ځاي  په ځاي جوماتونو کې او د  روغتیائي پروټوکولونو ته په پام سره  د هرې سیمې  پخپل  جومات کې ترسره شوي دي.

 په ایران کې  له کرونا سره دمبارزې د  ملی کمیټې د فیصلې په اساس  دنیکمرغه اختر لمونځ   په هغو درستو جوماتونوکې چې  پرانیستي فضا ګانې ئې درلودې ،ترسره شوی دی .

په دغو پرتمینو او ولولناکو دستورو کې روژتي ولس دخپلو عبادتونو او روحاني خړوبیدا وروسته د اختر په  دستورو کې یوه بل ته مبارکي وئيلي  او له پاک پروردګاره ئې د کرونائي بحران دختمیدا او د ناروغانو د زرترزره  دښه کیدا دعاګانې کړي دي .

همداراز  راپورونه ښئ نن په درستو اسلامی  هیوادونو او نورو زیاتره اروپائي  او افریقائي هیوادونو کې  هم د نیکمرغه وړوکي اختر دستورې ترسره شوي دي . همداراز په افغانستان او پاکستان کې  هم درستو مسلمانانو د  اختر دستورې  او لمونځونه   ادا کړي دي .  په افغانستان کې  د نیکمرغه اختر دستورې په داسې حال کې ترسره شوي چې  له نیکه مرغه بیګا طالبانو د  نیکمرغه اختر په احترام کې درې ورځې اوربند اعلان کړی چې  حکومتي لوري هم ددغه اوربند په هرکلی سره پر مخالفو ډلو هر ډول  حملو  ډډه کړې ده .  راپورونه ښئ  په افغانستان او پاکستان کې په درستو سیمو کې  د روغتیائي پروټوکولونو په اساس   دسوشل ډیسټنسینګ خاص خیال ساتل شوی او دغه راز وئیل کیږي ، چې له ډیرې مودې وروسته په پاکستان کې  درستو مسلمانانو په یوه ورځ اختر لمانځي  چې دا د ملی یووالي او پیوستون  ځیری دی او  دغه راز د مسلمانانو وحدت او یو زړتوب نندارې ټه وړاندې کوي .

 د تهران ریډیو درست کارکونکي  هم په دې پرتمینه ورځ  درستو مسلمانانو په تیره بیا  تاسو خوږو مینه  والو ته دزړه له کومې دنیکمرغه کوچني  اختر مبارکي وائي .  اختر د ټولو مبارک شه .

 

 

ټیګونه