May 25, 2020 05:46 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې تر لس نیمو زرو واوښتې

د وحید مایار په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې ۳۲۴ مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوي او هرات له ۱۰۰ پېښو سره ورپسې دویم خطرناک ولایت دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس۵۸۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار وایی چې په دې سره  په ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۰۵۸۲ ته لوړې شوې دي.

د وحید مایار په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې ۳۲۴ مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوي او هرات له ۱۰۰ پېښو سره ورپسې دویم خطرناک ولایت دی.

د مایار په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دغه ویروس څخه ۲ هېوادوالو مړینه تایید شوې او ۳۵ نور روغ شوي دي.

په دې سره هېواد کې د کورونا د مړو شمېر ۲۱۸ او د روغو شویو کسانو شمېر ۱۰۷۵ تنو ته رسېدلی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه