May 29, 2020 14:03 Asia/Kabul
  • د امریکا د زیات دباو په وړاندې د ایران د ډیر مقاومت بریالیتوب :-

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د ایران په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي برایان هوک توهم ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دا امریکا ده چې باید د ایران په وړاندې د لارې انتخابولو ته مخه کړي .

د ایران په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک ادعا کړي ده ایران دوې (۲) لارې لري یا باید له امریکا سره خبرې وکړي یا دا چې خپله اقتصادي بلوا مدیریت کاندي .

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي بیګا په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د امریکا د ځانګړي استازي برایان هوک دغه ادعا ته په غبرګون کښې ولیکل ایران د امریکا د زیات دباو د راوستلو سیاست په زیات مقاومت کولو ، سختې ارادې او په داخلي وسونو باندې تکیې سره له ماتي سره مخامخ کړی دی .

عباس موسوي د امریکا چارواکو ته په وینا کښې وویل یا ماتي ومنئ او د ایران ملت ته د احترام کولو لاره غوره کړئ یا هماغه راز د خپل ځان سپکاوي ، نفرت او څنګ ته کیدا ته دوام ورکړئ .

امریکا وروسته له دې چې اټومي تړون یې د خپلې خوښې وړ موافقه ونه بلله له ایران سره د یوې (۱) بلې موافقې د لاسلیک کولو په هدف سره له اټومي تړون څخه ووتله او د تهران پرضد یې د زیات دباو د راوستلو سیاست په خپلې اجنډا کښې شامل کړ .

د یواړخیزه بایکاټونو له اعمالو د امریکا هدف د ایران پرضد د دباونو زیاتول و چې په خپل ګمان تهران د خبرو اترو میز ته کینوي چې د خپلې خوښې وړ موافقه له ایران سره لاسلیک کړي .

نن له اټومي تړون څخه د امریکا د وتلو د دوو(۲) کلونو له تیریدا سره سره نه یوازې د واشنګټن سیاست عملي نشو بلکې ایران په زیات مقاومت ښودلو او هوشمندې ډيپلوماسۍ سره امریکا په داسې پړاو کښې وروستلي ده چې د لارو له انتخابولو پرته بله چاره نلري .

د ایران د زیات مقاومت په وړاندۍ د ناکامۍ او د ماتي منل د امریکا مخ ته یوه (۱) لاره ده ځکه چې په تیرو دوو (۲) کلونو کښې د امریکا د زیات دباو په سیوري کښې نه ایران  د خبرو میز ته ناست دی او نه اقتصادي دباونو د ایران حکومت او ملت له کړکیچ سره مخ کړی دی .

د هاروارډ پوهنتون استاد او د نړیوالو مسائیلو کارپیژاند اسټیفن والټ په ایران کښې د حکومت د بدلولو لپاره د امریکا هڅو ته په اشارې سره باوري دی د امریکا د زیات دباو په سیوري کښې د ایران د حکومت د دړې وړې کیدا هیڅ نښه نښانه نه لیدل کیږي .

په کورنیو توانمنیو باندې تکیې سره د ایران اقتصادي ګرافونه ، د ډیرو صنعتي او اقتصادي برخو ځايي کیدل او له نوښت ډک او د  پانګونې اقتصاد ته مخه کول د امریکا د زیات دباو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د بریالیتوب نښه ده  .

د ایران په مقابل کښې د امریکا د زیات دباو د سیاست د ناکارندوالي اوج د کورونا ویروس د خپریدا په پړاو کښې ښکاره شو .

ایران د کورونا ویروس او د بایکاټ د ویروس په سیوري کښې توانیدلی دی په کارنده طبي پوهې سره د کورونا ناروغۍ مدیریت او کنټرول کړي .

ایران  د کورونا ناروغۍ د تشخیص د کیټونو او د این پینځه نوي(n95 mask) ډوله ماسکونو په شمول له دغه ویروس سره د ډیرو اړونده طبي شیانو او تجهیزاتو په جوړولو کښې د صادراتو مرحلې ته رسیدلی دی .

په دې سربیره د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د ایران پرضد د وسلو د بایکاټ د دوام لپاره د امریکا هڅه د واشنګټن د زیات دباو د سیاست د ماتي د خوړلو بله نښه ده .

د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو په اوج کښې د ونیزویلا هیواد په سواحلو کښې دایران د څلورو (۴) پیټرولو وړونکو کشتیو شتون هم له اټومي تړون څخه له وتلو وروسته د تهران پرضد د واشنګټن د سیاستونو د ناکارندوالي بله نښه ده او دغو نښو نښانو د ماتي په انتخاب سربیره په  نړیواله سویه د څنګ ته کیدا د لارې انتخابول امریکا مخ ته کیښودلي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه