May 29, 2020 16:26 Asia/Kabul
  • د امریکا ځواکونه مینیاپولیس ښار ته ورغلل

زمونږ خبریال وايي د امریکا د تورپوستي سړي له تاوتریخوالي په ډک ډول مړینې باندې د اعتراض په په ډیریدا او د اعتراض کونکو پرضد د ټرمپ د ګواښ په زیاتیدا سره د ملي ګارډ په سلګونو عسکر میناپولیس ښار ته ورننوتل .

د امریکا د پولیسو په لاس د یوه(۱) تورپوستي په ظلم سره په وژلو باندې د اعتراضونو په زیاتیدا سره د ملي ګارډ څه د پاسه پینځه سوه (۵۰۰)ځواکونه مینیاپولیس ښار ته ورننوتل .

اعتراض کونکو پرون د پولیسو په اعتراض باندې په دریمه(۳) شپه د مینیاپولیس ښار په شمال کښې د پولیسو په یوه مرکز برید سره دغه مرکز وسوځوه .

 

ټیګونه

کمنټونه