Jun 01, 2020 05:24 Asia/Kabul
  • د امریکائي امپرالیزم د هډوکو دماتیدو غږونه آوریدل کیږي

په داسې حال کې چې نن سبا دامریکا د استکباري نظام په دغه هیواد کې دپراخو ناکراریو او بغاوتونو د ډګر شاهد دی ، د سپينه ماڼۍ واکوالان ، د خپلو ګوت وهونکو سیاستونو په دوام کې په سیمې او نړۍ کې د ډيرو زیاتو بلواؤ او ګډوډیو عاملان دي .

ایرناخبري آژانس راپورورکړ و اسلامی ایران دپوځ  لوړپوړي ویندوي  سردار تورن جنرال ابوالفضل  شکارچي  په امریکا کې وروستۍ پیښې د امریکا دډډ  باؤؤ د له مینځه تلو روښانه نښه بللې او ټينګار ئې کړی دی ،  د امریکا دامپرالیزم د  هډوکو  د ماتیدو غږونه آوریدل کیږي .  سردار شکارچي د امریکائي ښاریزو اوتورپوستو  په ضد ددغه تن هیوادد ولسمشر  ټرمپ  توکمپالو چلندونو او  د پولیسو   غیر انساني تاؤتریخوالو ته په  اشارې سره  روښانه کړې ده ،  دامریکا استبکاري حکومت  دبشري حقوقو  د  دروغجنو  شعارونو په اپوټه ،  په  دا وروستیو شپو ورځو کې  له ولسی   اعتراضونو سره په مخامخیدنې کې  خپله غیر انساني او ځيږه  او وحشي څيره  لازیاته نندارې ټه وړاندې کړې او تاؤتریخجنو او کرغیړنو چلندونو ته په مخه کولو سره ئې  دد روغجنې ډيموکراسۍ بنیادونه  لړزولي دي .

 سردار شکارچي زیاته کړې ده ،  په داسې حال کې چې  نن سبا  دامریکا  د  استکباري  نظام   په دغه هیواد کې  دپراخو ناکراریو او بغاوتونو د ډګر شاهد دی ، د  سپينه ماڼۍ واکوالان ،  د خپلو  ګوت وهونکو سیاستونو  په دوام کې  په سیمې او نړۍ کې د ډيرو زیاتو بلواؤ او ګډوډیو  عاملان دي .

 

ټیګونه

کمنټونه