Jun 01, 2020 07:36 Asia/Kabul

وروستي راپورونه ښئ چې د تورپوستو په ضد په توکمیزو چلندونو د پاریدلو امریکایانو مظاهرو ددغه هیواد د پلازمینې واشنګټن ډي سی څيره هم بدله کړې ده

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، دامریکا د پولیسو په لاس د  امریکائي تورپوستي  ښاریز جارج فلویډ  په وژلې باندې د اعتراضونو دڅپې په خوریدا پسې   ددغه  هیواد په  څو ایالتونو او په لسګونو ښارونو کې بیړنی حالت او ګرځبندیز لګول شوی دی .

 د امریکا د اریزونا ایالت ګورنر  ډوګ دوسي  بیګا  په دغه ایالت کې دسختو اعتراضونو ا و مظاهرو په  دوام پسې دشپې مهال دګرځبندیز  مقرررات   اجرا کړي دي.

 د کلیفورنیا ایالت ګورنر  ګوین نیوسم  هم  په لاس انجلس ستر ښار کې  په سختو مظاهرو اوتاؤتریخوالو پسې  په دغه ښار کې بیړنی حالت اعلان کړی دی . همداراز  د یو شمیر نورو  ایالتونو ګورنرانو هم  په دغو ښارونو کې  دبیړني حالت په اعلانولو سره  وئيلي دي ،حالات له کنټروله په وتلو دي او که  دغه حالاتو دوام وکړي ،نو ممکنه ده په دغه هیواد کې  د پوځ خوځښتونه هم پیل شي .

Image Caption

 

Image Caption

 

وروستي راپورونه ښئ  چې  د تورپوستو  په ضد په توکمیزو چلندونو  د پاریدلو امریکایانو مظاهرو  ددغه هیواد د پلازمینې واشنګټن ډي سی  څيره  هم بدله کړې ده

سی این این ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، ډيری جرمنیان هم د امریکا له پخواني ولسمشر ابراهم لینکن سره اړونده  دلینکن  مجسمې   چې په امریکاکې ئې د مریَتوب   ممنوع اعلان کړی او  دغه راز د دوهم  نړیوال جنګ سمبول  د شعارونو ښکلا ګرځولي دي .  ددغه راپور په اساس ،  د امریکا په کابوشپاړسو ایالتونو او دیرشو سترو ښارونو کې ګرځبندیز لګول شی  دی . 

د امریکا د ملی ګارډ ویندوي مایکل هوک  هم وئیلی دي وتر  پرون ورځې پورې په پنځلسو ایالتونو کې   دملی ګارډ څو زره ماموران  دمظاهره چیانو دځپلو لپاره   فعال شوي دي او همدرااز په زرګونو نور  هم  تیارسۍ شوي دي .

په عین حال کې  د ماریکا ولسمشر ټرمپ بیګا ددغه هیواد پر ډيموکراټيکو ګورنران واو  کمیشنرانو غږ کړی ، د مظاهره چیانو په مقابل کې کې کلک  ودریږي  او  همداراز ئې ددغه هیواد له ملي ګارډ ځواکه هم غوښتي  مظاهره چیان دې په سخته وځپي .  هغه همدرااز مظاهره چیان هم ګواښلي دي ، چې  د پوځ   په دړونکو وحشي ډوله سپو  په وسیله  به وځپل شي . 

 داپه داسې حال کې دي چې د امریکا دکانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي  بیګا  د ډونالډټرمپ   په دغه ځپونکي کړچار په سختو نیوکو سره  وئيلي دي ، ولسمشر باید  د اوور لمبې نوره زیاتې نه کړي .

وروستي راپورونه ښئ چې  له تیرې پنجشنبې ورځې راهسې چې یو تورپوستی  امریکائي ښاریز دپولیسو په لاس په وحشي ډوله  رودې سره وژل شوی او ویډیوئي کلیپونو له خپریدا ئې  انسانیّت هم شرمولی ، تر دې دمه  د پولیسو او امنیتی مامورانو  په  ډزو او اخ وډب کې   یو شمیر نور  کسان  هم وژل شوي  او همداراز کابو دوه نیم زره اعتراض کونکي نیول شوي هم دي . داپه داسې حال کې دي چې د امریکائي امپرالیزم د جنایتونو په ایشوا کیدنې پسې  د اروپائي هیوادونو  خلک هم راپورته شوي او  پخپلو هیوادونو کې ئې د امریکائي  استعمار په ضد مظاهرو ته مخه کړې ده . دجرمني  په برلین کې دامریکا دسفارت په وړاندې  په لسګونو زره جرمنیان غونډ شوي  او دامریکائي تورپوستي ښاریز  په وژلې کې ئې  دامریکا دپولیسو تاؤتریخجن  او کرغیړن  اقدام په سخته محکوم کړی دی ..  همدرااز په بریتانیا،اسپانیا، ایټالیا  او څو نورو اروپائي هیوادونو کې  هم  د امریکا د ولسمشر ټرمپ  او ددغه هیواد  د پولیسو په کرغیړن کړچار او وحشي ډوله ځپونکو اقداماتو باندې سختې نیوکې کړي او  دامریکا  نظام ئې د مریّتوب دودونکی نظام  او  د وحشي توب د وام ئې بللی دی  .دغه  راز د بخښنې نړیوالې  ادارې هم  په دې په ټينګار سره چې  باید دامریکائی تورپوستو  وژلې دې ودرول شي ،  پر امریکائي چارواکو غږ کړی ، پر سوله ایزو مظاهره چیانو دې دپولیسو  د حملو  ا و  د سپين پوستو دبرلاسي د آئيډیالوجۍ د دودیدا  او د خبریالانو د نیول کیدا مخه  دې ونیسي .  

 

ټیګونه

کمنټونه