Jun 01, 2020 17:42 Asia/Kabul
  • په امريکه کښې د تورپوستکو په خلاف د نسل پرستۍ او تشدد نوي اړخونه

نسلي تبعيض او نسل پرستي په خاصه توګه د سرۀ پوستکو او تور پوستکو په خلاف تل د امريکائي ټولنې د يو مهم خصوصيت په توګه مطرح وو او دي.

د امريکې د دريو پېړيو په تاريخ کښې رنګين پوستکي وګړي تل د مريتوب، پراخو ناوړو استفادو، قتل عام او بې حده بې او بې اندازې تشدد هدف ګرځيدلي او اوس هم ګرځي. سره له دې چې په 1950 لسيزه کښې د تورپوستکو د مدني حقوقو غورځنګ د هغوي د حقوقو د ترلاسه کولو او د تبعيضونو د رفع کېدو سبب شو خو د امريکې د ټولنې اوسنے حقيقت په مختلفو اړخونو کښې د نژادي او نسلي تبعيض د دوام ښودنه کوي. د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کښې د هغۀ د نسل پرستانه تګلارې په وجه په عملي توګه د رنګين پوستکو په خلاف د نژادپرستانو او سپين اوچت ګڼونکو حملې او تيري زيات شوي دي. فرانسوي سياسي کارپېژاندے برګنېر وينوت وائي: «ټرمپ يو صلح او دوستي راوړونکے کس نه ګڼل کيږي او معلومه ده چې په امريکه کښې دټرمپ تر مشرۍ لاندې تشدد زيات شوے دے. زما په عقيده د ۲۰۱۷ کال په اګست کښې د شارلوتزويل له تشدد نه ډک او نژاد پرستانه پېښې په دغه هېواد کښې د تشدد او تاوتريخوالی يوه نمونه وه. ټرمپ په هغو وختونو کښې دغه له تشدده ډک واقعات په څرګنده رد نه کړل او د ردولو په ځاے يې وويل چې په ټولو اړخونو او ډلو کښې کرکه او تشدد موجود دے. هغۀ په داسې خبرو سره له تشددو پسندو څخه ملاتړ وکړ.

د امريکې د فيډرل پوليسو (اېف بي آئي) وړاندې کړې شوي معلومات

ښودنه کوي چې اقتدار ته د ډونالډ ټرمپ د رسېدو له وخت نه د اقليتونو په خلاف تشدداو له کرکې ډک جنايتونه او جرائم زيات شوي دي. يو ډول ويلې شوو چې د ټرمپ ولسمشرۍ د امريکې په ټولنه کښې د ۲۰۰۱ کال د ستمبر له ۱۱ نېټې نه پس له کرکې ډکو جنايتونو دويمه څپه رابرسېره کړې ده.

اوس په ټوله امريکه کښې د کورونا په خپرېدو سره چې هغه يې په کورونا د اخته او مړو کسانو له لحاظه د دنيا په وړومبني هېواد بدل کړے دے د رنګين پوستکو حالات ډېر خراب شوي دي؛ په خاصه توګه دا چې د دغې مرګونې بيمارۍ له لاسه زياتره بيماران او مړۀ کسان تور پوستکي دي. په حقيقت کښې دغه همه ګيري په امريکه کښې د تورپوستکو نسلي اقليت د برخليک په اړه د ټرمپ د حکومت د پوره بې پروائۍ ښودنه کوي.

په امريکه کښې نسلي تبعيض او قهرجن سلوکونه چې په اولسمه پېړۍ کښې د غلامۍ او مريتوب په نظام سره شروع شول، هم هغه شان يې تر اوسني وخته پورې دوام موندلے دے او تل د امريکې په ټولنه کښې د يوې مهمې مسئلې په  توګه مطرح ده. د امريکې تورپوستکي چې په رسمي خبرو اترو کښې ورته آفريقائي نژاده امريکائي ويل کيږي او په دغه هېواد کښې له لاتيني نژادو نه پس دويم نسلي اقليت ګڼل کيږي. په سپينه ماڼۍ کښې د وړومبني تورپوستکي ولسمشر په توګه د باراک اوباما په انتخاب سره دا اميد کېدۀ چې د تورپوستکو حالت به ښۀ شي خو په عملي توګه له اقتصادي او اجتماعي لحاظه د تورپوستکو حالت له مخ په زياتېدونکې سختۍ سره مخامخ شوے دے.

د دغه حالت له نمونو څخه چې په وروستيو کلونو کښې ډېر سخت شوے د ے د امريکائي نسل پرستۍ له تشدده ډک اقدامات او د تورپوستکو په خلاف د امريکائي پوليسو بې حد او بې حسابه تشدد دے. همدارنګ د تورپوستکو په خلاف په امريکه کښې له تبعيضه په ډکو قوانينو تل د بشري حقوقو ډلو اعتراضات کړي دي. په کلي توګه سره له دې چې د امريکې ۱۳ فيصده نفوس تورپوستکي تشکيلوي، خو د امريکې په ټولنه کښې له سرمائې، زدکړو او خېرښيګړو څخه څه خاصه برخه نه لري. په مقابل کښې د دغه هېواد له مشکلاتو او مصائبو څخه د هغوي ونډه ډېره زياته ده. د امريکې له  زندانيانو څخه زياتره تور پوستکي دي او د هغوي د ژوند حالات په تېره بيا د ښارونو په خواوشا کښې ډېر ناغوره او خراب دي. له ټولو مهمه خبره دا چې د امريکې د پوليسو د تشدد او تاوتريخوالي اصلي قربانيان رنګين پوستکي او په خاصه توګه تورپوستکي دي او همدغه مسئله د هغوي احتجاجونو او بلوو يو اصلي وجه ده چې وخت په وخت د امريکې په يو ښار کښې رامنځته کيږي. شواهد د دې ښودنه کوي چې په داسې يو هېواد کښې چې په دنيا کښې د ډېموکرېسۍ او بشري حقوقو د نشرولو ادعا لري د تورپوستکو په خلاف نسلي، تعليمي، روزګاري او اجتماعي تبعيض او تشدد او عملي کيږي په يوې عامې رويې باندې بدل شويدي. همدارنګ د دغه هېواد د افريقائي نژادو د مشکلاتو او اندېښنو خبرونو ته په امريکه د مېډيا کورج ناکافي دے يا يې يو تحريف شوے انخور وړاندې کوي.

د تورپوستکو په خلاف د دغو کمښتونو باوجود بيا هم د امريکې په ټولنه کښې د هغوي په خلاف د دباونو د زياتېدو کتونکي يوو. په حقيقت کښې په مختلفومظاهروکښې په تور پوستکو باندې تشدد په دغه نسلي اقليت باندې د مخ په زياتېدو دباونو ښودنه کوي چې پکار دے د نابرابريو، تبعيضونو او ورځنيو سپکاويو د تپلو ترڅنګه وخت په وخت يې په خلاف له تشدد او تاوتريخوالي ډکو اقداماتو کتونکي يوو. خو اوس په امريکه کښې د دغه بدحالت د بدلېدو لپاره څه اميد ورکونکے پس منظر په نظر نه راځي، يوه داسې مسئله چې د امريکې مخکښيني ولسمشر اوباما په کنائې سره ورته د امريکايانو په وينه کښې د نسلي تبعيض د ژن شتون ته اشاره کړې ده. اوباما د ۲۰۱۵ کال په جون مياشت کښې د تورپوستکو په خلاف د مختلفو تاوتريخوالي او تبعيضونو ترسره کولو ته په اشارې سره وويل: په امريکه کښې د مختلفو نسلونو او نژادونو په باره کښې د نظرياتو د ښه کېدو باوجود د امريکې په ټولنه باندې د غلامۍاو مريتوب ميراث يو اوږد سيورے کړے او اوس هم دغه ميراث د امريکنيانو د ډي اېن اے يوه برخه ده.

شواهد د دې ښودنه کوي چې په ټوله امريکه کښې د دغه هېواد د تور پوستکو ښځو او سړيو په خلاف د امريکې د پولسو تشدد او بې رحمي په يوې پراخېدونکې او خپرېدونکې ښکارندې بدله شوې ده. د بشري حقوقو فعالان باوري دي چې له تور پوستکو سره د پوليسو له تبعيض نه ډک سلوک ډېر شوے دے او هغوي دوه برابره زيات امکان لري چې په محکمو کښې محکوم شي. همدارنګ د ځينو تحقيقاتو له مخې د امريکې تورپوستکي له سپين پوستکو نه دېرش فيصده زيات د تودو وسلو د نښه کېدو له خطر سره مخامخ دي. په واشنګټن پوست ورځپاڼه کښې د خپرو شويو شمېرنو له مخې د امريکې تورپوستکي له نورو نه زيات په ډزو لګېدلي او وژل شوي دي او د پوليسو د تشدد په اړه د يو غېرسرکاري ادارې تحقيق دا ښودنه کوي  چې د امريکې د سپين پوستکو په نسبت  د پوليسو په لاسو د تور پوستکو د وژل کېدو احتمال درې برابره دے.

د تورپوستکو په خلاف د امريکې د پوليسو د تشدد مسئلې په تېره بيا د امريکې د تورپوستکي ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ په دوران کښې دوه چنده اهميت پېدا کړ، ځکه چې زياترو دا خيال کوۀ چې اوباما به په قانوني اقداماتو سره د پوليسو له تشدد څخه مخنيوے وکړي خو په عملي توګه هغۀ هم په دې لړ کښې څه موثره اقدام ونه کړ. له تورپوستکو سره د امريکې د پوليسو غېر پېشه ورانه او نامناسبه سلوک چې په ځينو وختونو کښې د هغوي د وژل کېدو سبب شي، اوږده مخينه لري او د داسې ځينو غورځنګونو د رامنځته کېدو سبب شوي چې له هغو څخه يو غورځنګ «د تور پوستکو ژوند مهم دے» يا Black lives matter نوميږي. همدارنګ د دغه غورځنګ د بې اعتباره کولو لپاره زيات اقدامات کيږي چې يوه نمونه يې د نيويارک د مخکښيني ښاروال روډلف جولياني په څرګندونو کښې ليدل کيږي. د جولياني د ادعا له مخې دغه غورځنګ د داسې يوې ښکارندې د رامنځته کېدو سبب شوې ده چې ځينو ورته د فرګوسن د تاثير نوم ورکړے دے؛په دې معنا چې اعتراضات د پوليسو د کارکردګۍ په باره کښې د څارنې او سختۍ د زياتېدو او په نتيجه کښې په لويو ښارونو کښې د قتل د شمېرنو د زياتېدو سبب شوي دي.

د امريکې په ټولنه کښې د رنګين پوستکو نفوسو زياتېدو ته په پام سره چې د اټکلونو له مخې به تر ۲۰۵۰ کال پورېد دغه هېواد د نفوسو له پنځوس فيصدو نه زيات شي د هغوي په وړاندې د پوليسو د زياتېدونکي تشدد مسئله مخ په زياتېدو اهميت پېدا کړے دے، ځکه چې د نفوسو په دغه زياتېدو سره به د هغوي په خلاف د پوليسو له تشدد نه د ډکو اقداماتو اندزاه هم زياته شي. دغه تشدد او تاوتريخوالي د کورونا د خپرېدو په دوران کښې لا زيات شوے دے. د امريکې د تور پوستکو ټولنه له يوې خوا د کورونا له وائرسو سره مخامخ ده او زيات سرتاوانونه يې لري دي او له بلې خوا د پوليسو له بې رحمانه او تشددناکو اقداماتو سره لاس او ګرېوان ده. د پوليسو په لاسو د تور پوستکو د وژلې مسئله د يوې داسې بهير د رامنځته کېدو سبب شوې ده چې پکښې د تور پوستکو د وژلې په وجه احتجاج کونکي سړکونو ته راووځي او بلوې کوي په دغه ګډوډۍ او بلوو کښې د پوليسو په ځپنې سره يو کس يا ډېر کسانو نور هم وژل کيږي چې بالاخره که څه احتجاج کونکي کورونه ته ستنيږي خو د پوليسو په لاسو د يو بل تور پوستکي کس وحشيانه قتل د دې سبب کيږي چې هغوي يو ځل بيا د سړک په براخو احتجاجونو لاس پورې کړي.

د دغو احتجاجونو باوجود چې وخت په وخت تکراريږي، فيډرل حکومت يا د امريکې کانګرس د تورپوستکو په خلاف د پوليسو د تاوتريخوالي او تشدد له تکراېدو څخه د مخنيوي لپاره څه خاص او موثره اقدام نه کوي او به زياترو مواردو کښې په دغو جنايتونو او جرائمو باندې قضائي غور د هغو پوليسو مامورانو چې د تور پوستکو په خلاف يې جنايتکارانه اقدامات ترسره کړي وي په بري کېدو سره ختميږي. دا مسئله خپله د امريکې د تورپوستکو ترمېنځ موجودې نااميدۍ ته لمن وهي او په هغوي کښې د لا زياتو او پراخه احتجاجي خوزښتونو د جوړېدو سبب شوې ده. د دغې مسئلې ترټولو نوې نمونه د جارج فلويډ نومې يو تورپوستکي سړي په بې رحمانه قتل باندې په اعتراض کښې د مينه سوتا ايالت په مينا پوليس ښار کښې د پراخو احتجاجونو او شورشونو مسئله ده چې په امريکه کښې دننه او د نړۍ په سطح کښې يې پراخه انعکاس لرلے دے.

 

ټیګونه

کمنټونه