Jun 02, 2020 05:14 Asia/Kabul
  • د امریکې د زوال نښې له مخکښې نه زیاتې په ډاګه شوې دي

علي شمخاني: د امریکې د ابرقدرتۍ ادعا او د جنګ، وژلې او بندیزونو ګواښونه یې په کارائیب کښې د ایران د تیل وړونکو کشتیو په شتون سره باطل شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي بیګا په خپل ټویټر کښې په امریکا کښې  د دغه هیواد د پولیسو په لاس د یو تورپوستي امریکايي له غمیزه ناکې وژلې وروسته روانو اعتراضونو او د معترضو امریکایانو له ویرې د سپينې ماڼۍ زیرخانې ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیښتې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دغو بدلونونو د سترې شیطانې د زوال لازیاتې نښې نندارې ته وړاندې کړې دي.

د ویلو ده چې د امریکې مختلف ښارونه په تیره بیا په مینې سوټا ایالت کښې مینیا پولیس ښار نن سبا د دغه هیواد د پولیسو په توکمپال کړچار باندې د معترضو خلکو د مظاهرو په ډګر بدل شوې دي.

علي شمخاني هم داشان د امریکې له دړکو او ګواښونو سره سره ونزویلا ته د ایران د پټرولو د پنځو کشتیو لیږلږ ته په اشارې سره وویل: د امریکې د ابرقدرتۍ ادعا او د جنګ، وژلې او بندیزونو ګواښونه یې په کارائیب کښې د ایران د تیل وړونکو کشتیو په شتون سره باطل شول.

 

ټیګونه

کمنټونه