Jul 01, 2020 12:44 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۱-۴-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

په سر کښې هم اطلاعات ورځپاڼه چې په خپله غټه سُرخۍ کښې يې وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير وويل: د امنيت د شورا د هر ډول نوي محدوديتونه به د ايران له ملت سره د ژمنو په خلاف وي.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې چې د ويډیو کانفرنس له لارې جوړه شوه په دې  باندې په تاکيد سره چی د ۲۲۳۱ پریکړ لیک په اړه د امنیت شورا له لوریي دهر ډول نوي محدودیتونه د د هغو اساسي ژمنو په اپوټه دي چی د ایران له ملت سره يې کړي دي وویل د تسلیحاتي بایکاټونوپه وړاندې به د ایران انتخاب پریکنده وي.

ظریف وویل د هغو تسلیحاتي محدودیتونو د لرې کولو د وخت چوکاټ چی په ۲۲۳۱ پریکړ لیک کښې اټکل شوے دے د سختې ترلاسه شوې موافقې  نه بیلدونکې برخه ده چی د ایټمې موافقې لورے یې د برجام او ۲۲۳۱ پریکړلیک د کلي پیکیج په اړه موافقې ته ورسول .

ورځپاڼې بيا هند ته د ایران له چابهار بندره د ټرانزیتي بار د لېږلو خبر ورکړ

د ایران د سیستان او بلوچستان د سمندري او بندري چارو مشر بهروز آقائي د وړومبي ځل لپاره د هند ، افغانستان او ایران د موافقې په بنياد هند ته له چابهار بندره د ټرانزیټي بار د لیږلو خبر ورکړ .

د چابهار بندر لخو اسانتياو ورکولو ته په پام سره د سامانونو د صادراتو او ټرانزیټ لپاره د عمان سمندر او فارس خلیج  حوزې د بندرونو ترمینځ تر ټولو ارزان بندر حسابیږي .

--------

د تهران چاپ آرمان ملي ورځپاڼې د ايران د خارجه وزارت د وياند له قوله وليکل: د سیمې امنیت به له امریکې څخه په پیروۍ سره ټينګ نه شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي د لویدیځې اېشیا سیمې ځینو عربو هیوادونو ته په وېنا کښې تاکيد وکړ د سیمې امنیت به له امریکې څخه په اطاعت سره ټينګ نه شي .

هغه پرون د سعودي او د بحرین په شمول د سیمې د ځینو هیوادونو د چارواکو لاسوهونکو څرګندونو او بې بنياده تورونو ته په ځواب کښې وویل د سعودي  په شان هیوادونه چې کلونه کلونه یې د القاعدې او د داعش په شان د ترهګرو ډلو په ملاتړ  کولو سره په سیمه کښې بې ثباتۍ ته لمن وهلې ده په ایران بې بنياده تورونه لګوي خو تهران  په خپل ذمه دارانه کردار سره د سیمې د هیوادونو له سره د ترهګرو ډلو شر ختم کړے دے .

---------

د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې جمهوري اسلامي بيا د ايران د روغتيا د وزير په حوالې سره وليکل: دایران اسلامي جمهوريت د کورونا په خلاف واکسین جوړ کړي دي.

د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي وویل تهران د کورونا وائرسو ضده واکسین د تولیدولو لپاره ډېر موثره ګامونه اخیستي دي او زر به په انسانانو باندې د دغه واکسین د ازمائنې پړاو شروع شي .

---------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو نه جنګ ورځپاڼه راواخلو چې ليکي: ددغه هېواد وزيراعظم عمران خان د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي کولو هدايت ورکړ.

ورځپاڼه زياتوي: وزيراعظم عمران خان د پيټروليم مصنوعاتو نرخونو د زياتېدو نوټس اخيستې او پيټروليم ډويژن او خزانې وزارت ته ئي د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې دکمې کولو هدايت جاري کړے دے.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان د احتساب محکمې د دغه هېواد د مالي فساد په دوسيه کښې د پاکستان د پخواني ولسمشر د ضمانت لرونکې نيولو حکم جاري کړ. محکمې همدارنګ د پاکستان مخکښيني وزيراعظم نواز شريف هم اشتهاري ملزم وګرځوۀ او نيولو حکم يې وکړ.

------

د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د يو خبر له مخې برطانيې او اروپائي حکومتونو خپلو هېوادونو ته د شپږو مياشتو لپاره د پاکستان د پي  آئي اے په الوتونو بنديز ولګوۀ.

دغه بنديز له دې وروسته ولګېد چې په پاکستان کښې د پي آئي اے هوائي چلند په لسګونو پائلټانو مدرکونه جعلي وختل.

د ورځپاڼې د یو بل خبر له مخې په خېبرپښتونخوا صوبه کښې هره ورځ د پوليسو په خلاف اوسطاً اته دېرش شکايتونه ثبتيږي چې په تېرو پينځو مياشتو کښې په مجموعي توګه پينځه زره اوه سوه اوه اويا شکايتونه ثبت شوي دي چې زياتره پکښې په پېښور کښې دي.

---------

 د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې بيا وليکل: د پاکستان وزيراعظم عمران خان په کراچۍ کښې په سټاک اکسچېج باندې په ترهه ګريزه حمله کښې د هند د حکومت لاس وبلۀ.

عمران خان په خپله يوه وېنا کښې وويل چې مخالفين که هر څومره کوشش وکړي زما حکومت نه شي ختمولې، هغه همدارنګ د فساد کونکو په خلاف په حساب کتاب کولو تاکيد وکړ.

له بلې خوا ورځپاڼې وليکل: د مسلم ليګ نواز څانګې يو مشر شاهد خاقان عباسي که عمران خان په خپلو ادعاګانو کښې ريښتينې وي نو له پارلېمانه دې د اعتماد رائې واخلي. همدارنګ د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وويل، د عمران خان په ځاے چې هر څوک وزيراعظم شي مونږ ته قبول دے،

---------

اوس هم د کابل  چاپ ورځپاڼې رااخلوو،کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د جګړو د شدت زیاتېدو او اداري فساد په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

وېسا ورځپاڼې په خپله مقاله کښې وليکل:

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې ټکو پیل کړې، "د جګړې دا ګونګ حالت د طالبانو په ضرر تمامېږي."

دغې ورځپاڼې وړاندې لیکلي، له هغې ورځې چې زلمي خلیل‌زاد او ملا عبدالغني برادر په دوحه کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ په افغانستان کې ماین چاودنې، هدفي وژنې او داسې عملیات چې زیاته مرګ‌ژوبله یې لرله، خو چا یې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی، زیات شوي.

ویسا لیکي، اوس زيات داسې پېښېږي چې په چاودنو کې ملکي وګړو ته درانه تلفات واوړي، دولت‌یې پړه پر طالبانو واچوي، طالبان ترې انکار وکړي او یا اصلاً عاملین‌یې تر اخره ښکاره نه‌شي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، که پر دغو ټولو د کابل ترورونه چې په دې وروستیو کې د نظر خاوندان، سیاسي فعالان او جید علما په‌کې ووژل شول اضافه کړو، وینو چې د سولې له ظاهري هڅو سره سره مو هېواد په بد مسیر کې په حرکت کې دی.

د مقالې په آخر کښې ليکي د دغه وضعیت دوام تر ټولو دمخه د طالبانو اسلامي تحریک ته خطرناک تمامیدای شي، ځکه چې د اوضاع کنټرول‌یې له لاسه وباسي او هغه ادعا چې ګواکې دوی د خاورې په زیاته برخه او خپلو ټولو جنګیاليو حاکمیت لري له جدي پوښتنو سره مخامخ کوي.

---------

مسیر ورځپانې خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړی، "د سیاسي موخو لپاره پر ملکي وګړو بریدونه!"

په سرمقاله کې د هلمند د سنګین ولسوالۍ برید ته اشاره شوې او د ورغلیو خبریالانو او د سیمه‌‌ییزو خلکو په حواله لیکل شوي چې د وړمې ورځې بریدونه په سیمه کې د ملي اردو ځواکونو کړي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري چې کله ملکي وکړي ووژني، نو بیا یا یو مخ انکار کوي او پېښه تحریفوي او یا هم پړه پر بل لوري وراچوي او کله چې پېښه ډېره رسوا شي او د پټولو نه‌وي، بیا د څېړنو او پلاوو ټاکلو خبره یاده شي، څو د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي.

مخکښې ليکي ښکیل اړخونو  ته د ملکي وګړو ژوند مهم نه‌دے او ان دا شک هم کېږي چې دوی به په تېروتنه نه، بلکې په قصدي او شعوري ډول د خپلو سیاسي موخو لپاره ملکي وګړي وژني.

-------

هشت صبح ورځپاڼې بیا په حکومتي ادارو کې د فساد موضوع ته اشاره کړې او لیکي، فساد اوس‌مهال په دولتي او خصوصي ادارو کې په نا علاجې ناروغۍ بدل شوی.

وړاندې سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې حکومت ولې د فساد په مخنیوي کې پاتې راغلی؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، له عدلي او قضایي تعقیب څخه د دولتي لوړپوړو چارواکو او د ملي شورا د غړو خوندیتوب لامل شوی چې فساد په دغه هېواد کې اوج ته ورسېږي او د قانون پلي کوونکې ادارې نه‌شي کولای چې د دغو اشخاصو دوسیې تعقیب کړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا له بله اړخه له فساد سره د مبارزې ادارې استقلالیت نه‌لري او تر ډېره د دغو ادارو په کارونو کې لاسوهنې موجودې دي.

--------

 

ټیګونه

کمنټونه