Jul 02, 2020 04:56 Asia/Kabul
  • د امریکا د جنګي بیړۍ قومندان باید حقیقت ووايي

زمونږ خبریال وايي د ترهګرۍ له قربانیانو د دفاع ټولنې په یوه(۱) لیک کښې د امریکا د وینسنس جنګي بیړۍ له قومندان څخه وغوښتل په حقایقو باندې اعتراف کولو سره عدالت ته د ایران په مسافر وړونکي ایرباس الوتکې باندې د توغندوي حملې د ترهګر جنایت د قربانیانو د لاسرسي کار برابر کړي .

نن د ایران په ایرباس مسافروړونکي الوتکې باندې د امریکا د وینسنس جنګې بیړۍ د توغندوي حملې کلیزې ده کومه چې له بندر عباس څخه دوبۍ ته روانه وه .

د دیارلس سوه اوه شپیتم(۱۳۶۷) هجري لمري کال د چنګاښ په دولسمه(۱۲) یعني د نولس سوه اته اتیایم(۱۹۸۸) میلادي کال د جولاۍ په دریمه (۳) نیټه د ایران په مسافر وړونکي  الوتکې باندې د امریکا د وینسنس جنګي بیړۍ د توغندي د ویشتلو له کبله په الوتکه کښې ټول دوه سوه نوي(۲۹۰) کسان چې شپږشپیته (۶۶) پکښې ماشومان او درې پنځوس (۵۳) ښځې هم پکې سپارې وې شهیدان شوي وو .

 

ټیګونه

کمنټونه