Jul 02, 2020 14:01 Asia/Kabul
  • ټرامپ د خپل زوم پر صلاح مشورو نیوکه کړې

د امریکایي رسنیو په حواله، د امریکا ولسمشر ترامپ د خپل زوم د وړاندیزونو د پلي کېدو او تعقیبونې څخه پښېمانه دي.

ټرامپ د خپل زوم د لارښونو د پلي کېدو نه پښېمانه دید اکسیوس خبري اژانس په حواله، سپیني ماڼۍ ته نژدې منابع ویلي چي دونالد ټرامپ د خپل ولسمشریزي د دورې ختمېدو ته نژدې په وروستیو ورځو کې ویلي چي د خپل زوم او مرستیال جرد کوشنر د وړاندیزونو د پلي کېدو په تېره بیا د کیفري په محکمه کې د اصلاح راوستنې څخه پښېمانه یم.

د دې راپور پر بنیاد، ټرامپ نور د خپل زوم کوشنر سپارښتونو غوږ نه نیسي ځکه چي د هغه په باور د کوشنر وړاندیزونه د ده سیاستونو ته زیان ور رسولي دي.

د نومبر په میاشته کې د ټرامپ یو شمېر صلاح کاران د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په نژدې کېدو سره هغه ته سپارښتنه کړې چي په ټاکنو د کامیابه کېدو په صورت کښې په خپل اداره کې د کوشنر نفوذ راکم کړي.

د خبر پای/.

 

ټیګونه

کمنټونه