Jul 03, 2020 07:28 Asia/Kabul
  • د سعودي ایتلاف په الحدیدہ کې یو ۱۰۵ ځله له اوربند څخه سرغړونه کړې

د یمن المسیره چینل پرون شپه خبر ورکړ، د سعودي یرغلګرو او د دوي اجیرانو په تیرو څلوریشت ګنټو کښې یو سل او پنځه ځله د یمن په الحدیده ولایت کښې له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د ریاض او صنعاء د پلاویو ترمینځه د یمن په الحدیده ولایت کښې اوربند موافقه د ۲۰۱۸ کال د دسمبر میاشتې له ۱۸ نیټې څخه پيل شوې خو سعودي ایتلاف هره ورځ له دغه موافقې سرغړونه کوي.

الحدیده بندر یمن ته د بشري مرستو لیږلو اصلي لار ده.

سعودي عرب د امریکا، اروپا، امارات او یو څو نورو هیوادونو په ملاتړ له ۲۰۱۵ کال څخه په یمن پوځي برید او تیرۍ کړی د دغه هیواد هوایي، ابو او ځمکي له لارې محاصره کړې ده.

د یمن په شان په بې وزله هیواد د سعودي پوځي یرغل دغه هیواد د خوارکي توکو او درملو سخت کمښت سره مخامخ کړی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه