Jul 04, 2020 12:10 Asia/Kabul
  • د سامرا په جنوب کښې د داعش ترهګرې ډلې برید شنډ شو

د عراق یو امنیتي سرچینې خبر ورکړ چې حشد الشعبي د سامرا په جنوب کښې د داعش ترهګرې ډلې برید شنډ کړ.

د ایکنا خبري آژانس د راپور له مخې، دې امنیتي سرچینې خبر ورکړ: حشد الشعبي پرون د ترهګرو په خلاف عملیاتو کښې د داعش د سامرا سپڅلې ښار په جنوب کښط د بلد ښار سره نږدي تل الذهب سیمې ته د نفوذ مخه نیولې ده.له بلې خوا، د عراق د دفاع وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د زیارت په ورځ د الانبار ولایت په الرطبه ښار کښې د داعش په یو شمیر اډو بریدونه کړې دي.په دغه بیانیه کښې راغلې دي: د ۵۳ پياده کنډ او پوځیانو د اطلاعاتو کمانډوز، د الانبار ولایت په ارطبه ښار کښې د الصکار په سیمه کښې د نړیوال سړک په جنوب کښې په یو کور چې د داعش په اډه برید کړۍ دی.د عراق د دفاع د وزارت د بیانیې په اساس، په الصکار کښې د داعش په اډه کښې یو شمیر زیات چاودونکې مواد او بمونه کشف او نیولې شوې دي او ځینې بمونه چې چاودنې ته تیار و د کنډ د انجنیرانو لخوا شنډ شوې دي.

ټیګونه

کمنټونه